ولسمشر کرزي د غزني د ولايتي شورا د رييس وژنه وغندله

کابل (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٢): ولسمشر حامد کرزی وايي، ټول هېوادوال چې د هېواد په هر ګوټ کې ژوند کوي، د نوم ليکنې مراکزو ته بايد لاړ شي او په ټاکنو کې د ګډون کارت واخلي.
له ارګ څخه نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغي، چې ولسمشر په خپله راډیويي وینا کې چې له  ملي راډیو څخه خپریږي، د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې مهمې وبللې او په هغو کې یې د خلکو په برخې اخیستنې باندې ټینګار وکړ.
حامد کرزي ويلي، د ولسمشرۍ تر دوو تېرو ټاکنو وروسته، دا دی په هېواد کې د جمهوري ریاست د درېیمو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل شوی او په راتلونکي کال کې به زموږ خلک بیا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون وکړي، د هېواد ولسمشر به وټاکي او په دې ډول به په انتخاباتو کې د ګډون او د خپلې رایې د استعمال له لارې د وطن په وړاندې خپله ملي دنده سرته و رسوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د غبرګولي په پنځمه په رسمي ډول د ټول هېواد په کچه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د رايو ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه پيل کړه.
د دې کمېسيون د چارواکو په وينا، ښايي په ټوليز ډول د رايې ورکولو په شرايطو برابر څلورو ميليونو کسانو ته کارتونه ورکړل شي.
حامد کرزي زیاته کړې، ټول هغه هېوادوال چې اتلس کلنۍ ته رسېدلي وي، هغه په ټاکنو کې د ګډون او د خپلې رایې د استعمال حق لري. زموږ هېوادوال هغه وخت خپله رایه استعمالولی شي او خپل خوښ کاندید ته رایه ورکولی شي، چې په ټاکنو کې د ګډون کارت ولري.
د نوموړي په وينا، که کارت ورسره نه وي، نو نه په ټاکنو کې ګډون کولی شي او نه چاته رایه ورکولی شي، ځکه نو ټول هغه هېوادوال چې تر تېرو انتخاباتو وروسته اتلس کلنۍ ته رسېدلي او یا یې سږ کال د عمر اتلس کاله پوره کیږي، دوی چې د هېواد په هر ګوټ کې ژوند کوي، ضرور باید د نوم ليکنې مرکزونو ته ولاړ شي او د خپل نوم په لیکلو سره په ټاکنو کې د ګډون کارت واخلي.
د ولسمشر په خبره، که د چا کارت ورک شوی وي او یا له کډوالۍ بېرته خپل هېواد ته راستون شوى دى، دوی ته هم ښایي چې د نوم ليکنې په مرکزونو کې خپل نوم ولیکي او د ټاکنو د ګډون کارت واخلي. هغه هېوادوال چې یې په تېرو انتخاباتو کې نوم ليکنه کړې او کارتونه لري، د هغوی همدا کارتونه کافي دي، په همدغو پخوانیو کارتونو دوی په راتلونکو ټاکنو کې هم ګډون کولی شي، بیا نوم ليکنه او د نوي کارت د اخیستو اړتيا یې نشته.
حامد کرزي وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دنده لري چې د نوم لیکنې مرکزونه ډېر کړي او د هېواد لېرې او نږدې سیمو ټولو ته یې ورسوي، څو زموږ هېوادوال په اسانۍ سره نوم ليکنه وکړای شي او په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون کارت واخلي.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري د مياشتې په ١٦مه ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.