کابل(پژواک١٥زمرى٩٢) : ضياء الحق امرخېل د ټاکنو خپلواک کمېسيون د غړيو په وړانديز او د و لسمشر په منظورۍ د دوهم ځل لپاره د دې کمېسيون د دارالانشاء مشر وټاکل شو .
دا څرګندونې د چارو ادارې وياند محمد رفيع فردوس نن پژواک خبري اژانس ته وکړې او ويې ويل ، چې په دې اړه د ولسمشر حکم تېره ورځ د چارو ادارې ته رسېدلى دى .
امرخېل تر دې وړاندې هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارلانشاء مشر و .
د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت دندو او واکونو د قانون له مخې، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارلانشاء مشر د دې کمېسيون د غړيو په وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ ټاکل کيږي .