کابل (پژواک،٣١غويى٩٢) : د مشرانو جرګې يو شمېر غړيو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وبلله.
ولسمشرکرزي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون طرحه په ١٣٨٨ کال کې د تقنيني فرمان له لارې توشېح کړه او ولسي جرګې ته يې د تصويب لپاره ولېږله .
خو د تېرې شنبې په ورځ ولسي جرګې د قانون ياده طرحه رد او پرېکړه يې وکړه ، چې دغه مسوده بايد د ګډ کمېسيون له خوا تر بحث لاندې ونيول شي او د پرېکړې لپاره بيا عمومي غونډې ته وړاندې شي .