Add new comment

 Major Pakistani parties prioritise better Afghan ties

اسلام اباد-کابل (پژواک ٢ غويى ٩٢): د پاکستان يو شمېر سياسي ګوندونو د دغه هېواد د راتلونکو ټولټاکنو لپاره په اعلان کړو خپلو تګلارو کې له افغانستان سره د ښو اړيکو پر پراخوالي ټينګار کړى، خو ځينو بيا افغانستان هېڅ ياد کړى نه دى. ټاکل شوې د ٢٠١٣ زېږديز کال د مې په ١١مه (د غويي په ٢١مه) په پاکستان کې پارلماني ټولټاکنې ترسره شي. د دغو ټاکنو په پايله کې هغه سياسي ګوند يا اېتلاف چې په پارلمان کې ډېرې څوکۍ وګټي، نو په دغه هېواد کې حکومت جوړوي. که څه هم د پاکستان په پارلماني ټولټاکنو لسګونه ګوندونه برخه اخلي، خو د ګوتو په شمېر څو سياسي ګوندونه کولى شي چې څوکۍ وګټي، حکومت جوړ کړي او يا هم په اپوزېسيون کې کېني. د دغه هېواد په سياسي ګوندونو کې د اوسني ولسمشر اصف علي زرداري په مشرۍ پيپلز ګوند چې په تېرو پنځو کلونو کې يې په دغه هېواد کې حکومت کړى، په خپلې تګلاره کې د افغانستان په اړه ډېره يادونه کړې ده. د دغه ګوند په تګلاره يا منشور کې راغلي، چې له افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب، ورورولۍ او يو بل ته په متقابل احترام ولاړې په هره برخه کې ښې او پياوړې اړيکې غواړي. د پيپل ګوند په تګلاره کې راغلي: ((موږ به هېچا ته اجازه ورنه کړو، چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد وکاروي او د پاکستان له خاورې پر افغانستان بريدونه وکړي.)) سرچينې زياته کړې، چې دوى د افغانستان په چارو کې نه مداخلې ته ژمن دي او د همدې موخې لپاره د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي. د دغه ګوند په تګلاره کې راغلي، چې دوى په خپل تېر حکومت کې د ترهګرۍ پر ضد قوي مبارزه کړې او له افغانستان سره يې په ګډه پوله د ترهګرو او ورانکارو د تګ راتګ د مخنيوي لپاره ١٥١ زره سرتېري او ٨٠٠ پوستې ځاى پر ځاى کړې وې. د پيپل ګوند په تګلاره کې دغه راز يادونه شوې، چې له افغانستان څخه د امريکايي او نړيوالو ځواکونو تر وتلو او په دغه هېواد کې له راتلونکو ټاکنو وروسته، چې بل حکومت رامنځته شي، دوى غواړي په ګډه د سيمې د امنيت لپاره کار وکړي. دغه ګوند ويلي، چې د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال يې له کابل سره تاريخي اړيکې درلودې، ځکه چې يو با ثبات او پياوړى افغانستان د پاکستان د ثبات لپاره ډېر اړين دى. ملتپاله عوامي نېشنل ګوند، چې د پښتنو استازيتوب کوي او د افغانستان له حکومت سره ښې او نږدې اړيکې هم لري، په خپلې تګلاره کې د افغانستان موضوع ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. د دغه ګوند په تګلاره کې راغلي، چې پاکستان په سيمه کې مهم جغرافيايي موقعيت لري او د چين، هند، ايران او افغانستان په څېر مهمو هېوادونو ګډه پوله لري. د نېشنل ګوند په تګلاره کې راغلي، چې دوى د يوې خپلواکې بهرنۍ تګلارې غوښتونکي دي چې په سيمه کې له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري. په تګلاره کې راغلي، دوى له افغانستان سره سوداګريزو اړيکو ته پراختيا غواړي، د تورخم او سپين بولدک لارې د سوداګرۍ لپاره بسنه نه کوي، بايد له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره لس نور سړکونه هم جوړ شي. سرچينې زياته کړې: ((له افغانستان سره موږ تاريخي، کلتوري، ژبني او اسلامي ريښې لرو، ځکه موږ له افغانستان سره د يو خپلواک هېواد په توګه اړيکو ته ځانګړې پاملرنه غواړو.)) نېشنل ګوند ويلي، چې له افغانستان سره بايد د يو بل په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې اړيکې وساتل شي. د پخواني لومړي وزير نواز شريف په مشرۍ د پاکستان مسلم ليګ (ن) ګوند په خپله تګلاره کې د افغانستان په اړه ډېره کمه يادونه کړې ده. د دغه ګوند په تګلاره کې راغلي، چې که دوى حکومت ته ورسېږي، نو له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له هغو هېوادونو سره چې پاکستان ورسره اختلافات لري، ښې اړيکې غواړي، خو په دې تګلاره کې د کوم ګاونډي هېواد نوم نه دى اخيستل شوى. د جماعت اسلامي ګوند، چې له افغان مجاهدينو سره يې ښې اړيکې درلودې، په خپله انتخاباتي تګلاره کې د افغانستان په اړه هېڅ يادونه نه ده شوې. د دغه ګوند په تګلاره کې له چين سره د اړيکو د پراختيا او له هندوستان سره د ګټورو خبرو اترو د پيلولو يادونه شوې ده. د تحريک انصاف په نوم نوي سياسي ګوند، چې مشر يې (عمران خان) څو مياشتې مخکې په افغانستان کې جهاد او ځانمرګي بريدونه روا بللي وو، په خپلې تګلاره کې له افغانستان سره د پياوړې او ځانګړو اړيکو جوړولو يادونه کړې ده. په تګلاره کې زياته شوې، چې د سيمې د امنيت لپاره به له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د برابرۍ، د ملي ګټو او د نه لاسوهنې پاليسي خپلوي. د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار وايي، چې د پاکستان سياسي ګوندونه د افغانستان په اړه بېلابېل ډول دريځونه لري. هغه پژواک اژانس ته وويل، چې پيپل او نېشنل ګوندونه په تېرو څو کلونو کې واکمن پاتې شوي وو او له افغانستان سر يې ښې اړيکې درلودې، ځکه يې په خپله تګلاره کې هم ښې څرګندونې کړې دي. نوموړى وايي، چې د افغانستان او پاکستان حکومت د غرب له ملاتړ څخه برخمن وو، پيپل او نېشنل ګوندونه د نړيوالې ټولنې او غرب د خوشحالولو لپاره له افغان حکومت سره ښې اړيکې درلودې او په راتلونکي کې به يې هم ولري. خو حقيار د جماعت اسلامي په اړه، چې په خپله تګلاره کې يې د افغانستان يادونه نه ده کړې، وايي، چې د هغوى په باور د افغانستان اوسنى حکومت د خلکو استازيتوب نه شي کولى او نه هم د خلکو نماينده حکومت دى، ځکه يې په خپله تګلاره کې هم څه نه دي ويلي. هغه د مولانا فضل الرحمن د ډلې په اړه، چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي وايي، چې هغه تظاهر کوي، په خوله يو څه وايي، خو په عمل کې بل څه کوي. ده زياته کړه: ((هغه سياسي رياکار دى.)) د نوازشريف د مسلم ليګ ګوند په اړه حقيار وايي، چې د دغه ګوند نظريه هم اسلامي نظريې ته نږدې ده او د افغانستان له اوسني حکومت سره نږدې اړيکې نه لري. هغه د افغانستان په اړه د نوازشريف سياست او تګلاره نيمګړې وبلله او ويې ويل، چې نه منفي ده او نه هم مثبت اړخ لري.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.