کابل (پژواک، ٧ زمرى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي د غوراوي کمېټې له لوري د ورپيژندل شويو ٢٧ کسانو له ډلې څخه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون لپاره ٩ کمېشنران وټاکل.
د غوراوي کمېټې پرون ٢٧تنه ولسمشر ته ور وپېژندل، ترڅو له دې ډلې ٩ يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کمېشنرانو په توګه غوره کړي.
د غوراوي کمېټه د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، دندو او واکونو قانون د اتمې مادې له مخې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د مشرانو، قاضي القضات، پر اساسي قانون د څار کمېسيون مشر، د بشري حقونو کمېسيون مشر او د مدني ټولنې له استازي جوړېږي.