کابل ( پژواک ٢٣ وږى ٩٢ ) : افغانستان او پاکستان لپاره دامريکاد ځانګړي استازي مرستيال جارت بلنک په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سره پر امنيتي سند او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر لخوا د وږي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي ، دا ليدنه چې نن د بهرنيو چارو وزارت په مقر کې وشوه، دواړو خواوو د علاقې وړ پر موضوعاتو خبرې وکړې.