Add new comment

Senators see no need for early PC polls

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٢): د مشرانو جرګې ځينو غړو، د دې جرګې د يو شمېر غړو د کاري مودې په اړه د ولسي جرګې د غړو پر څرګندونو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د ولسي جرګې ځيني غړي په اداري فساد کې ښکېل دي. د ولسي جرګې رييس او ځينو غړو د تېرې مياشتې په ٢٨ مه وويل، چې ولسي جرګه به له ولسمشر او د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره په دې موخه خبرې وکړي، چې د ولايتي شوراګانو ټاکنې په روان کال کې ترسره شي. ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره شي. د ولسي جرګې غړو ويلي وو، د ولايتي شوراګانو ټاکنې ځکه بايد په روان کال کې ترسره شي، چې د روان کال د سلواغې په مياشت کې د مشرانو جرګې د دوو برخو غړو د کار موده پاى ته رسيږي، ځکه چې د ملي شورا اوسنۍ دورې د ١٣٨٩ کال د سلواغې په ٦مه کار پيل کړى دى. د ولسواليو د شوراګانو د ټاکنو د نه ترسره کېدو له امله دا مهال د مشرانو جرګې دوه برخې غړي د ولايتي شوراګانو له غړو د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د ولسي جرګې غړو ويلي وو، چې که د ولايتي شوراګانو ټاکنې په روان کال کې ترسره نه شي، نو د مشرانو جرګې د دوو برخو غړو د کار مودې په پاى ته رسېدو سره ملي شورا خپل مشروعيت له لاسه ورکوي او ولسي جرګه نه شي کولاى، چې په يواځې ځان د ملي شورا په استازيتوب پرېکړې وکړي. ملي شورا له ولسي او مشرانو جرګو څخه جوړه ده. په مشرانو جرګه کې د کابل استازي خالقداد بلاغي نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل : ((څوک چې د مشرانو جرګې غړو ته غيرقانوني وايي، خپله غيرقانوني دي، د ايران او پاکستان اجنټان دي.)) هغه تور پورې کړ، چې د ولسي جرګې يو شمېر غړو د تېرو ټاکنو پر مهال د خپلې بريا لپاره له ايران او پاکستان څخه پيسې ترلاسه کړې دي. بلاغي وايي، چې ولسي جرګه بايد اول خپلمنځي اختلافات، چې په دې جرګه کې دي له منځه يوسي او بيا د مشرانو جرګې د اصلاح لپاره نظر ورکړي. د مشرانو جرګې د کونړ استازي رفيع الله حيدري هم د ولسي جرګې د غړو پر يادو څرګندونو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې ولسي جرګه بايد له قانون څخه غلط تعبير ونه کړي. د ده په وينا، د مشرانو جرګې د دوو برخو هغو غړو د کار موده د روان کال په وروستۍ مياشت په پاى ته رسېږي، چې د ولايتي شورا له غړو ټاکل شوي دي. د مشرانو جرګې غړي حافظ عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايتي شوراګانو تېرې ټاکنې د ١٣٨٨ کال د زمري په مياشت کې شوې دي، خو د مشرانو جرګې دوې برخې غړي له دغو شوراګانو څخه د همدغه کال د کب په مياشت کې مشرانو جرګې ته راغلي او کار يې پيل کړى دى. د ده په وينا، له همدې امله د دغو کسانو څلور کلنه کاري دوره د روان کال د کب په مياشت کې پوره کېږي. عبدالقيوم د نورستان له ولايتي شورا څخه مشرانو جرګې ته راغلى دى. هغه وايي، چې د مشرانو جرګې ياد شوي دوه برخې غړي د کاري مودې په پاى ته رسېدو سره په دې جرګه کې په ناقانونه ډول دندې ته دوام نه ورکوي. د مشرانو جرګې يو شمېر نورو غړو هم ورته څرګندونې درلودې. د غونډې په پاى کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل، د مشرانو جرګې د هغو کسانو د کار موده د روان کال په کب کې پاى ته رسيږي، چې له ولايتي شوراګانو ټاکل شوي دي. هغه زياته کړه: ((زه په دې اړه څه نه وايم، چې د ولسي جرګې غړو څه ويلي او تاسو ورته څه وايئ، خو په دې برخه کې قانون وضاحت لري.)) مسلميار هم وويل، چې د ولسي جرګې غړي بايد دغه شان موضوعاتو د راپورته کولو پر ځاى د ملي مسايلو په فکر کې شي، تر څو په افغانستان کې سوله ټينګه شي او ښه نظام ولري. د ده په وينا، د مشرانو جرګې او ولسي جرګې د غړو لپاره بايد نظرپوښتنه وشي چې کومې يوې جرګې ملت ته ښه کار کړى دى. د اساسي قانون د ٨٤مې مادې له مخې، د هرې ولايتي شورا له غړو څخه يو تن د اړوندې جرګې په انتخاب، د څلورو كلونو لپاره او د هر ولايت د ولسواليو د جرګو له غړو څخه يو تن، د اړوندو جرګو په انتخاب، د درېيو كلونو لپاره د مشرانو جرګې د غړو په توګه ټاکل کېږي. د اساسي قانون له مخې، د مشرانو جرګې پاتې درېيمه برخه غړي د پنځو كلونو لپاره د جمهور رييس له خوا ټاكل كېږي. خو په هېواد کې د شته امنيتي ستونزو له امله تر اوسه د ولسواليو د جرګې ټاکنې نه دې شوي او پر ځاى يې مشرانو جرګې ته ٣٤ تنه د ولايتي شوراګانو له غړو څخه ټاکل کېږي. د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د جرګې ځينو غړو تور پورې کړ، چې د ولسي جرګې ځيني غړي په اداري فساد ککړ دي، خو په دې اړه يې د چا نوم ياد نه کړ. حيدري وويل، چې د ولسي جرګې يو شمېر غړي په اداري فساد کې ښکېل دي او د حکومت چارې يې له ګدوډۍ سره مخ کړې دي. هغه زياته کړه: ((په ولسي جرګه کې يو شمېر جهادي مشران او ښه خلک هم شته، چې تعداد يې ډېر کم دى، خو نور ټول په فساد کې ښکېل دي.)) ده وويل: ((په کوم محفل کې چې موږ ناست يو، سترګې د ولسي جرګې د کړنو له لاسه نه شو پورته کولاى؛ ځکه هغه فساد، چې هغوى يې کوي خلک فکر کوي، چې موږ يې هم کوو.)) د هغه په وينا، د ولسي جرګې يو شمېر غړي ځينو وزيرانو ته ورځي او پروژې ترې اخلي او په دې توګه يې له ځانونو نه " کمېشنکاران " جوړ کړي دي. په ياده جرګه کې د فراه استازې بلقيس روشن هم وايي، چې ولسي جرګې ګڼ شمېر غړي په اداري فساد کې لاس لري او له وزيرانو څخه پيسې او پروژې ترلاسه کوي. هغې زياته کړه: ((د ولسي جرګې يو شمېر غړي رشوت خواره او کمېشنکاران دي.)) د مشرانو جرګې ځينو نورو غړو هم ورته څرګندونې کولې. د ولسي جرګې غړې زهرا نادري وايي، د ولسي جرګې په ګډون د افغانستان په ټولو ادارو کې فساد شتون لري. دې وويل، مشرانو جرګه د دې پر ځاى چې پر ولسي جرګې نيوکه وکړي، بايد له ولسي جرګې سره يو ځاى په ملي شورا او نورو ادارو کې د فساد د له منځه وړو لپاره هڅې وکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.