Add new comment

Voter registration delayed by a month

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرېکړه کړې، چې د رايې ورکوونکو نوم ليکنه د څه باندې يوې مياشتې لپاره وځنډېده.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون (د وري ٤مه) يې پرېکړه کړې، چې د رايې ورکوونکو نوم ليکنه به د روان کال د غويي د لومړۍ نېټې پرځاى د غبرګولي په ٥مه پيل شي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، دا پرېکړه د دې لپاره شوې، چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې په نوي ډيزاين شوي کارت کې له اړينو عملياتو او تدارکاتي طرزالعملونو سره سم پرمختللي امنيتي ځانګړتياوې ځاى پر ځاى شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په نويو امنيتي ځانګړتياوو کې به يو ثبت شوى دري بعدي هولوګرام، ګيلوشي شکل چې نقل جوړول يې سخت کار دى او نورې نه ليدونکې ځانګړتياوې شاملې وي.
په خبرپاڼه کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء له قوله راغلي: "د کمېسيون له خوا دا پرېکړه به د رايې ورکوونکو په کارتونو کې د نويو امنيتي ځانګړتياوو ځاى پر ځاى کولو ته وخت ورکړي. دا کارتونه به پرته له دې چې د نوماندانو د نوم ليکنې او ټاکنې د ورځې په څېر وروستيو ټاکنيزو فعاليتونو پر زماني چوکاټ کوم اغېز وکړي، تخمينا څلور ميليونو رايه ورکوونکو ته ورکړل شي."
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د رايې ورکوونکو نوي کارتونه به هغو اتباعو ته ورکول شي، چې د ١٣٩٣لمريز کال د وري مياشتې تر ١٦مې نېټې پورې ١٨ کلن شي؛ هغه چې اوس اوس هېواد ته راستانه شوي دي؛ هغه چې له يوې ټاکنيزې حوزې څخه بلې ته کډه شوي وي؛ هغه چې د رايې اچونې پخواني کارتونه يې ورک کړي او يا ډېر تخريب شوي وي؛ هغه چې د رايې اچونې په شرايطو پوره وي، خو مخکې يې د رايې اچونې کارتونه نه وي اخيستي.
د سرچينې په حواله، دا پرېکړه به د ټاکنو کمېسيون ته د دې وخت ورکړي، چې د برېښنايي تذکرې له بهير سره د همغاړيتوب د زياتونې په موخه له کورنيو چارو وزارت سره همغږي وکړي، ځکه برېښنايي تذکرې هم د رايې اچونې لپاره د مننې وړ سند ګڼل کېږي.
سرچينه وړاندې ليکي، ياده پرېکړه به دغه راز د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو ته، چې د رايې ورکوونکو د باور په زياتوالي کې به ونډه واخلي، نور وخت هم ورکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.