کابل (پژواک، ٩ لېندۍ ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ثبات او همپالنې ټېم د لاریونونو په اړه وايي چې کمېسیون د قانون او خپلواکۍ د اصل پر اساس د خلکو له رایو ساتنه کوي او په هېڅ صورت کې به خلکو، ډلو او بنسټونو ته د ټاکنو په بهیر کې د لاسوهنې حق ورنه کړل شي.
د ثبات او همپالنې ټېم زرګونه پلویانو تېره ورځ په کابل ښار کې لاریونونه وکړل او ویې ویل، که ټاکنو کمېسیون او اړوند بنسټونه د دوی مشروع او قانوني غوښتنو ته ځواب ونه وايي، له مشروع لارې به د درغلي کوونکو ټغر ټول کړي.