کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۹۸): پژواک خبري اژانس له ۱۰۲زره د ډېرو هغو رایو بشپړ معلومات ترلاسه کړي چې له ټاکلي وخت مخکې یا وروسته کارول شوې دي.
له ټاکلي وخت بهر رایې هغه دي چې د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ د سهار له اوو بجو مخکې او د مازدیګر تر پنځو بجو وروسته د رایې ورکونې په محلونو کې کارول شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایې ورکونې کړنلارې له مخې، د ټاکنو په ورځ د رایې ورکونې بهیر سهار اووه بجې پیل او د مازدیګر تر پنځو بجو یې دوام درلود، خو د ټاکنو کمېسیون هماغه ورځ د رایې ورکونې بهیر دوه ساعته وغځاوه او اعلان یې وکړ چې رایې ورکوونکي کولای شي د مازدیګر تر پنځو بجو د خپلې خوښې نوماندانو ته رایه ورکړي.
قضیه څه ډول رامنځته شوې ده؟
هغه اسناد چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړي، ښيي چې له ټولو ۱۰۲٠۱۲ رایو چې په ۷۳۵۴ محلونو کې له ټاکلي وخت بهر کارول شوې ۴۷۵۳۴ رایې له ټاکلي وخت مخکې او ۵۴۴۷۸ له ټاکلي وخت وروسته استفاده شوې دي.
له ټولو هغو رایو چې له ټاکلي وخت بهر کارول شوې، ۶۸۸۵۱ رایې د ټاکنو په ورځ د تلې په شپږمه، ۲۳۱۹۷ رایې له ټاکنو یوه ورځ مخکې، ۸۷۶۲ رایې د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو یوه ورځ وروسته او پاتې (١٢٠٢) رایې د جنورۍ له ۲۸مې د ۲۰۱۹ کال د نوامبر میاشتې تر ۲۸مې کارول شوې دي.
د دغه سند له مخې، هغه لس ولایتونه چې له ټاکلي وخت مخکې یا وروسته په کې تر نورو ډېرې رایې کارول شوې، په ترتیب کندهار کې ۱۲۶۹۱ رایې، کابل کې ۱۰۰۰۳، هرات کې ۹۲۴۷، ننګرهار کې ۷۲۷۹، هلمند کې ۵۸۶۱، دایکنډي کې ۵۷۷۵، تخار کې ۴۶۸۷، پکتیا کې ۴۰۹۳، خوست کې ۳۹۵۰ او بدخشان کې ۳۹۳۴ رایې کارول شوې دي.
دغه راز په پکتیا کې ٣٦٠٥، په غور کې ٣٥٤٨، په نورستان کې ٢٨٤٨، په بامیانو کې ٢١٥٣، په بغلان کې ٢٠٨٩، په فاریاب کې ٢٠٥٧، په فراه کې ١٨٧٤، په زابل کې ١٨١٨، په غزني کې ١٥٦٦، په بلخ کې ١٥٥٣، په سرپل کې ١٣٤٤، په جوزجان کې ١٣١٩، په لوګر کې ١٢٣٨، په پروان کې ١٠١٩، په کونړ کې ٩٢٤، په سمنګان کې ٨٧٢، په لغمان کې ٧٩٨، په میدان وردګو کې ٧٦٥، په نیمروز کې ٧٠٧، په پنجشېر کې ٦٨٥، په بادغیس کې ٦٦١، په ارزوګان کې ٥٠٩، په کاپیسا کې٤٠١، په کندوز کې ۱۳۹ رایې دي.
په یاد راپور کې راغلي، توپیرونه د کومو لاملونو له امله رامنځته شوي او د ښه پوهاوي لپاره ټول معلومات پر څلورو برخو او ۱۵ کټګوریو وېشل شوي دي.
لومړۍ برخه (د بې نظمۍ له امله نه دي اغېزمنې شوې):
د لومړۍ برخې په درېیو کټګوریو کې د رایې ورکونې په ۶۰۵۳ ملحونو کې ټولې ۲۹۳۱۲ رایې کارول شوې چې ۳۶۲ رایې یې له ټاکلي وخت مخکې او ۲۸۹۵۰ رایې له ټاکلي وخت وروسته استفاده شوې دي.
لومړۍ کټګوري:

  • رایې ورکول د سهار په اوو بجو پیل او د مازدیګر تر پنځو بجو یې دوام کړی دی.
  • د رایې ورکونې په ۵۹۱۲ ملحونو کې ۲۸۸۱۹ رایې له ټاکلي وخت وروسته کارول شوې دي.

 

  • د رایې ورکونې بهیر د سهار له شپږو بجو مخکې پیل او د مازدیګر تر پنجو بجو لږ وروسته یې هم دوام درلود.
  • د رایې ورکونې په ۲۲ محلونو کې ۷۲ رایې له ټاکلي وخت مخکې او ۱۳۱ رایې له ټاکلي وخت وروسته کارول شوې دي.

درېیمه کټګوري:

  • د رایې ورکونې بهیر د سهار له شپږو بجو مخکې پیل او د ټاکلي وخت په منځ کې پای ته رسېدلی دی.
  • د رایې ورکونې په ۱۱۹ محلونو کې ۲۹۰ رایې له ټاکي وخت مخکې استفاده شوې دي.

دویمه برخه: د دستګاه په وخت او نېټه کې ښکاره ستونزې
د دویمې برخې په پنځو کټګوریو کې د رایې ورکونې په ۸۵۰ محلونو کې ټولې ۵۳۹۰۳ رایې کارول شوې چې ۴۰۹۶۰ رایې یې له ټاکلي وخت مخکې او ۱۲۹۴۳ رایې له ټاکلي وخت وروسته کارول شوې دي.
څلورمه کټګوري:

  • هغه رایې چې په غلطه نېټه یعنې د روان میلادي کال له ۲۶ تر ۳۰ مې نېټې مخکې کارول شوې دي.
  • په ۱۹ محلونو په کې شامل دي چې په هغو کې ۱۵۸ رایې له ټاکلي وخت مخکې او ۱۷۲ رایې له ټاکلي وخت وروسته کارول شوې دي.

پنځمه کټګوري:

  • له بایومټریک ماشینونو استفاده د ماښام له شپږو بجو مخکې پیل خو دغه کار په بایومټریک ماشینونو کې د وخت په اجسټ کې د تېروتنې له امله دی.
  • د رایې ورکونې په ۵۱۶ ملحونو کې ۲۹۷۴۹ رایې له ټاکلي وخت مخکې او ۱۰۱۹۹ نورې رایې له ټاکلي وخت وروسته کارول شوې دي.

شپږمه کټګوري:

  • په دستګا کې یې د سهار د شپږو بجو پر ځای د ماښام شپږ بجې برابرې کړې دي.
  • د رایې ورکونې په ۱۳ محلونو کې ۵۸۱ رایې له ټاکلي وخت مخکې او ۱۷۸ رایې له ټاکلي وخت وروسته کارول شوې دي.

اوومه کټګوري:

  • په دې کټګورۍ کې راغلي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د سپټمبر په ۲۸مه د رایې ورکونې بهیر پیل شوی او له ۱۰ تر ۱۱ ساعته یې دوام درلود.
  • د رایې ورکونې په ۲۵۹ محلونو کې ۱۰۴۷۲ رایې له ټاکلي وخت مخکې کارول شوې دي.

شپږمه کټګوري:

  • د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۲۸مه په بایومټریک دستګاوو کې د رایو ثبت د سهار له اوو بجو وروسته پیل شوی او له یادو دستګاوو ۱۱ ساعته استفاده شوې ده او د ستونزو له امله په کې وقفه رامنځته شوې ده.
  • د رایې ورکونې په ۴۳ محلونو کې ۲۳۹۴ رایې د رایې ورکونې له ټاکلي وخت وروسته استفاده شوې دي.

درېیمه برخه: د درغلۍ لپاره احتمالي بې نظمۍ

  • د درېیمې برخې په درېیو کټګوریو کې د رایې ورکونې په ۲۶۲ ملحونې کې ټولې ۱۳۹۴۹ رایې کارول شوې چې ۴۷۷۳ رایې له ټاکلي وخت مخکې او ۹۱۷۶ رایې له ټاکلي وخت وروسته استفاده شوې دي.

نهمه کټګوري:

  • رایې ورکوه پر ټاکلي وخت پیل او پر ټاکلي وخت پای ته رسېدلې، خو له اوږده ځنډ وروسته د شپې بېرته پیل شوې ده.
  • د رایې ورکونې په ۹۳ محلونو کې ۵۲۹۹ رایې له ټاکلي وخت وروسته کارول شوې دي.
  • رایه ورکونه له اصلي وخت ډېر مخکې پیل او له اوږده ځنډ وروسته پر ټاکلي وخت پیل شوې او په منظم ډول ترسره او پر ټاکلي وخت پای ته رسېدلې ده.
  •  
  • له همدې امله د رایې ورکونې په ۸۷ محلونو کې ۳۲۱۱ رایې له ټاکلي وخت مخکې کارول شوې دي.

یوولسمه کټګوري:

  • د لسمې کټګورۍ په څېر په یوولسمه کټګورۍ کې هم رایې ورکول له اصلي وخت ډېر مخکې پیل او له اوږده ځنډ وروسته بېرته په منظم ډول پای ته رسېدلې او د رایې ورکونې د ټاکلي وخت تر پای ته رسېدو وروسته هم رایې ورکونې دوام پیدا کړی دی.
  • د رایې ورکونې په ۸۲ محلونو کې ۱۵۶۲ رایې له ټاکلي وخت مخکې او ۳۸۷۷ رایې له ټاکلي وخت وروسته کارول شوې ده.

څلورمه برخه: بې پایلې
د څلورمې برخې په درېیو کټګوریو کې د رایې ورکونې په ۱۸۹ مرکزونو کې ټولې ۴۸۴۸ رایې استفاده شوې چې ۱۴۳۹ رایې له وخت مخکې او ۳۴۰۹ نورې رایې له ټاکلي وخت وروسته کارول شوې دي.
دوولسمه کټګوري:

  • رایه ورکونه د مازدیګر له پنځو بجو وروسته او د رایې ورکونکو د معلوماتو طی مراحل له وروستۍ رایې ورکونې پنځه ساعته وروسته ترسره شوی دی.
  • په ۲۰ محلونو کې ۲۹۹ رایې له وخت وروسته استفاده شوې دي.

دیارلسمه کټګوري:

  • رایه ورکونه د مازدیګر له پنځو بجو وروسته پیل او پایلې یې وروسته په کابل کې ترلاسه شوې خو معلومه نه ده چې دغه رایې څه وخت کارول شوې دي.
  • د رایې ورکونې په نهو محلونو کې ۶۱۱ رایې له ټاکلي وخت وروسته استفاده شوې دي.

څوارلسمه کټګوري:

  • ویل کېږي چې د روان کال د سپټمبر په ۲۸مه د سهار له اوو بجو مخکې رایې ورکونه پیل شوې او له ۱۳ څخه د کمو ساعتونو لپاره استفاده شوې او له وروستي رایې ورکوونکي وروسته د ۱۰ ساعتونو موده کې پایلې ترلاسه شوې دي.
  • د رایې ورکونې په ۴۹ محلونو کې ۶۷۳ رایې له ټاکلي وخت مخکې استفاده شوې دي.

پنځلسمه کټګوري:

  • له پورته هېڅ کټګورۍ سره مطابقت نه لري او د وخت کموالي له امله په دې اړه ډېر زیات نه دي وړاندې شوي.
  • د رایې ورکونې په ۱۱۱ محلونو کې ۷۶۶ رایې له وخت مخکې او ۲۴۹۹ رایې له ټاکلي وخت وروسته استفاده شوې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون:
د ټاکنو کمېسیون د ۲۴مې نېټې په ۱۰۹ پرېکړه لیک کې چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړی، راغلي، ۱۰۲زره او ۱۲ بایومټریک معلومات چې د رایې ورکونې له وخت بهر ثبت شوې، له تخنیکي اړخه د بایومټریک ماشین د ساعت د برابرېدو له امله وو، د معلوماتو د ثبت ترمنځ د وخت سیمه ییز تسلسل د درغلۍ، سرغړونې او احتمالي بې نظمۍ ښکارندویي نه کوي.
د پرېکړه لیک په دوام کې راغلي، د رایې ورکونې په ۲۶۲ محلونو کې چې ۱۳۹۲۹ بایومټریک معلومات یې د رایې ورکونې له وخت بهر ثبت شوي او د احتمالي تجزیې، تحلیل او بې نظمۍ ښکاروندیي کوي، تفتیش او بیا وشمېرل شي، هرکله چې درغلۍ او سرغړونه په کې ثابته شي، بې باوره ګڼل کېږي.
د پرېکړه لیک له مخې، د رایې ورکونې په پاتې ۷۰۹۲ محلونو کې چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اړوند دي، بایومټریک معلومات چې د رایې ورکونې چې د رایې ورکونې له وخته یې راپور ورکړل شوی، پورته مواردو ته په کتو او د درملوګ کمپنۍ له خوا یې په سپین لېست کې شاملېدل، د بایومټریک ماشینونو کې د وخت په اجسټ کې د تخنیکي ستونزو شتون و.
د یادونې ده، په یاد پرېکړه لیک کې د ټاکنو کمېسیون دوو کمېشنرانو «رحیمې ظریفي او مولانا محمد عبدالله» لاسلیک نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا اداري او مالي مرستیال سید عبدالاحد رشتیا یوې خبري ناستې د خبرو پر مهال له ۱۰۲زره ډېرو رایو ته اشاره وکړه او ویې ویل: ((له درملوګ کمپنۍ څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې دغه رایې په ۷۳۵۴ محلونو پورې اړه لري او اسناد او شواهد یاد محل کې د رایو په شمېر کې درغلي نه تر سترګو کېږي.))
رشتیا وویل، د رایې ورکونې په صندوقو کې شته رایې د بایومټریک معلوماتو او نورو قانوني معیارونو مطابق تفتیش او بیا شمېرل شوې او په پای کې هغو رایو ته باور ورکول کېږي چې بایومټریک اساس ولري.
دغه راز هغه زیاته کړه، د تفتیش او بیاشمېرنې پر مهال غیر بایومټریک او د طرزالعمل رایې بې باوره پېژندل شوې او مستندسازي کېږي.
ټاکنیز ټېمونه:
پژواک خبري اژانس له پرله پسې اړیکو وروسته هم بریالی نه شو چې په دې اړه د ثبات او همپالنې ټيم نظر واخلي، خو د یاد ټيم د لړم د ۱۵مې په پرېکړه لیک کې راغلي، څلور ډوله تقلبي رایې چې شمېر یې ډېر دی، تر هېڅ شرایطو لاندې دوی ته د منلو وړ نه دي او له بیا شمېرنې مخکې باید تصفیه شي.
د دغه پرېکړه لیک په یوه برخه کې لیکل شوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې څلور ډوله تقلبي رایو ١٣٧٦٣٠ مبهمې او د قرنطین په برخه کې ناپېژندل شوې رایو، له ټاکلي وخت بهر کارول شوې ١٠٢٠١٢ رایو، شاوخوا ۷۰۰ دستګاوې او د حافظې کارتونه، له انځور څخه انځور اخیستنه او تکراري انځورونو ته رسېدنه وکړي.
دغه راز د ثبات او همپالنې ټيم د څارونکو برخې مسوول نور رحمان اخلاقي تېره ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه، د کمېسیون له خوا د رایو د لغوه کېدو شرایطو ته په اشارې لیکلي، ښه به وه کمېشنرانو د هغه درېیمه شمېره بیا بیا لوستلې وای، څو د هغه په نقض سره د ۱۰۲زره له وخته بهر تقلبي رایو د ابطال مخه چې درملوګ کمپنۍ یې په اړه راپور ورکړی و، د دولت ساز ټیم په فرمایش نه نیولی.
دا په داسې حال کې ده چې د رایو د لغوې په درېیم شرط کې راغلي، که د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې پر مهال رای پاڼې بایومټریک تصدیق ولري او تصدیق یې د رایې ورکونې له وخته بهر چاپ وي، دغه رایې باوري نه دي او د شمېرنې په بهیر کې نه حسابېږي.
خو د دولت ساز ټيم ویاند جاوېد فیصل د ۱۳۷زره قرنطین رایو، له ټاکلي وخت وړاندې یا وروسته ۱۰۲زرو رایو او ... په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون تصمیم مهم بللی او ویې ویل، د دغه کمېسیون د کار ملاتړ کوي.
نوموړې د ولسمشرۍ ټاکنو له نورو نوماندانو وغوښتل چې د کمېسیون کار او خپلواکۍ ته احترام او د ټاکنو بهیر د باوري کېدو لپاره هڅې وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ناپاکو رایو د پاکو بېلولو لپاره له ټولو ۲۶۵۸۰ محلونو د روان کال د لړم په ۱۸مه د ٨٢٥٥ محلونو د تفتیش او بیاشمېرنې بهیر پیل کړ خو وروسته د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل د ټاکنیزو ټيمونو له مخالفت سره مخ شو.
د ولسمشرۍ ټاکنو د ډېرو نوماندانو د مخالفت له امله ټاکنو کمېسیون د روان کال د لړم په ۲۲مه د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر ودراوه او اعلان یې وکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې به هم وځنډېږي.
خو د لړم په ۲۵مه د ټاکنو کمېسیون مسوولینو په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، له ټاکنیزو ټيمونو سره له خبرو وروسته د پاتې محلونو د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې بهیر سبا بېرته پیلېږي.
ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه پیل شوې. د ټاکنو له مهالوېش سره سم لومړۍ پایلې باید د تلې په ۲۷مه او وروستۍ يې باید د لړم په ۱۶مه اعلان شوې وای، خو له بایومټریک ماشینونو مرکزي سرور ته د معلوماتو د لېږد ځنډېدو له امله لومړنۍ پایلې وځنډول شوې.
ټاکنو کمېسیون د لړم په پنځمه یوې خبري ناستې ته وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پایلې د لړم په ۲۳مه اعلانوي خو دغه نېټه هم تر نامعلومې مودې وځنډول شوه.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.