کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٨): د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکي که څه هم د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان پر ځنډ د نيوکې ترڅنګ وايي چې اعلانېدل به یې پر ورځنيو چارو مثبته اغېزه وکړي.
کابل (پژواک،دمرغومي لومړۍ نېټه ٩٨):دامريکا په ګډون يو شمېر هېوادونو د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان د هرکلي ترڅنګ له ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونه غوښتي چې شکايتونو ته په وخت سره رسيدګي وکړي.
کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٨): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، معترض نوماندان درې ورځې وخت لري چې خپل شکایتونه ثبت کړي.
کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٨): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو له اعلان څخه هرکلی کړى دی. دغه راز دغه نړيوال بنسټ د افغانستان د ټاکنیزو بنسټونو (د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون) د کارونو ستاینه کوي چې په ترڅ کې یې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې.
کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې ولسمشر محمد اشرف غني د ٥٠،٦٤ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره په سر کې ځای لري. د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شوې خو تر اوسه یې لومړنۍ پایلې نه وې اعلان شوې. د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ټولو ولايتونو کې د رايو له بياشمېرنې وروسته نن د مرغومي په لومړۍ نېټه د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې. د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا علم نورستانۍ نن په دې اړه يوې خبري غونډې ته وويل چې په تېرو ټاکنو کې د بايومټريک شوو رايو شمېر ١٨٢٤٤٠٤ دی.
کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٨): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هيله وښوده چې د ولسمشرۍ ټاکنۍ ژر اعلان او له کانديدانو يې وغوښتل چې پايلې يې ومني. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ددفتر يوناما له خوا د ليندۍ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياماموتو دغه څرګندونې تېره شپه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته کړې دي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې مېرمن عادلې راز هم دغې غونډې ته د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.
کابل(پژواک، ۲۱ لیندۍ ۹۸): د ټاکنو کمېسیون یوه باوري سرچینه وايي چې د دغه کمېسیون غړو له ډېرو بحثونو وروسته د ټاکنو د پایلو پر اعلان توافق کړی، خو د دوی پرېکړه تر اوسه د کمېشنرانو له خوا نه ده لاسلیک شوې.
کابل (پژواک، ۲۱ ليندۍ ۹۸): د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې دې ژر تر ژره اعلان کړي او که نورې هم وځنډېږي؛ نو د ټاکنو بهير به له بحران سره مخ شي. دغه څرګندونې د فيفا اجراييه رييس يوسف رشيد د ليندۍ په۲۱ مه په کابل کې ديوې خبري غونډې پر مهال وکړې . هغه زياته کړه، که د ټاکنو ټوله پروسه ختمه او دويم پړاوو ته تلونکې وای؛ نو د ليندۍ په دويمه بايد د ټاکنو د دويم پړاو ټاکنې ترسره شوې وای، خو لا هم د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړي پړاو پايلې لا نه دي اعلان شوي.
کابل (پژواک، ۲۰ لیندۍ ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې ښايي د ۳۰۰ زره رایو په اړه قانوني ملاحظات ولري، خو په دې اړه به د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته پرېکړه وکړي. د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ویاند محمد رضا فیاض پژواک خبري اژانس ته وویل، ښايي د ۳۰۰ زره رایو اړوند ځینو کټګوریو په اړه شکایتونه ثبت شوي وي او یا دغه کمېسیون خپله قانوني ملاحظات ولري.
کابل (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٨): د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو، ټاکنیزو ټکټونو، پر ټاکنو د څار بنسټونو، مدني فعالانو او رسنیو د استازو په ګډون د شاوخوا ۷۰ کسانو غونډه پیل شوه. دغه ناسته نن له غرمې مخکې لس بجې د ټاکنو کمېسیون په مرکزي دفتر کې پیل شوه او په ژوندۍ بڼه خپرېږي. د ټاکنو کمېسیون مسوولین وايي چې د ټاکنیزو جنجالونو له دوام وروسته چې له امله یې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ځنډېدلې دي، دغه کمېسیون تصمیم نیولی چې یادو جنجالونو ته د یوې حللارې موندلو لپاره ګډه ناسته ترسره کړي.