کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٨):  د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکي که څه هم د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان پر ځنډ د نيوکې ترڅنګ وايي چې اعلانېدل به یې پر ورځنيو چارو مثبته اغېزه وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون نن د روان لمريز کال د تلې د شپږمې نېټې ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې ولسمشر محمد اشرف غني د ٥٠،٦٤ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره ګټونکى دى.
د کمېسيون د معلوماتو له مخې، ډاکټر عبدالله عبدالله ٣٩،٥٢ سلنه او ګلبدين حکمتيار ٣،٨٥  رايې ترلاسه کړې دي، پاتې نورې ۱۱ سلنه رايې نورو نوماندانو ترلاسه کړې دي.
د کندهار ولايت اوسېدونکي د ټاکنو د پایلو اعلان ته خوښ دي او وايي، له اوږده انتظار او لانجو وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د لومړنیو پایلو اعلان هېوادوالو ته ښه خبر دی.
د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکي حاجي سید محمد پژواک اژانس ته وویل، د ټاکنو د پایلو ځنډېدل نه یوازې ټول ولس ناهیلی کړی و، بلکې د ژوند ډېرې چارې یې اغېزمنې کړې وې.
هغه د ټاکنو د لومړیو پایلو اعلان ته خوښ دی او وايي، هیله یې دا ده چې پاتې نور پړاوونه ژر بشپړ شي او وروستۍ پایلې هم اعلان شي.
د کندهار ښار د اتمې ناحیې اوسېدونکې مېرمن ذلېخا هم د ټاکنو د لومړیو پایلو پر اعلان خوښي ښيي او وايي بالامره رامنځته شوی بن بست مات شو او لومړۍ پایلې اعلان شوې.
خو دا وايي، په ټولیزه توګه د ټاکنو دغسې وضعیت د خلکو باور اخیستی او په هېواد کې د جمهوریت ساتنې او له دې لارې واک ته رسېدل د ستونزو ښکار کړې ده.
د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکی ذبيح الله وايي، دا چې تر دومره ځن‌‌‌‌‌‌ډ وروسته اعلان شوې هم، ګټوره چاره ده؛ ځکه د خلکو ورځنی ژوند يې ټکنی کړی و.
هغه د ټاکنو له کمېسيونه وغوښتل چې د ټاکنو د وروستيو پايلو اعلان ته هم زمينه برابره کړي او د لانجمنه پروسه نوره بشپړه کړي.
د لغمان ولايت اوسېدونکی کاوش ننګيال هم د ټاکنو لومړنيو پايلو اعلان ته خوښ دی خو وايي اوس بايد ژر تر ژره وروستۍ پايلې هم اعلان شي.
د بلخ  د مرکز مزارشریف اوسېدونکی ډاکټر غلام رسول ملکزی وایي، چې د ټاکنو د پایلو له اعلان سره به د شته وضعیت په اړه موجوده بې باوري تر یوه حده راټیټه شي.
هغه پر کمېسیون هم نیوکه وکړه چې ډېر وخت یې ابتدایي پایلې وځنډولې.
نوموړی زياتوي، چې ټاکنیز کمیسیونونه باید له دې وروسته وخت ضایع نکړي او پر وخت دې شکایتونو ته رسېدنه وکړي او نهایي پایلې دې اعلان کړي.
د خوست ښار يوه اوسېدونکي قابل نور همکار وايي چې که څه هم د ولسمشريزو ټاکنو د لومړنيو پايلو اعلان وخت ونيو، خو بيا هم ښه شو.
هغه پژواک ته وويل، که له‌ يوې خوا ولس پر ټاکنو کمېسیون بې باوره شوی دی، خو بل پلو کمېسیون هم کار ته نه پرېښودل کېږي، کورني او بهرني فشارونه ورباندې زیات دي.
نوموړی زياتوي چې نهایي پایلې باید دومره ونه ځنډېږي او ژر اعلان شي.
د هلمند ولايت د لښکرګاه اوسېدونکی عبدالولي توحید پژواک ته وویل چې د ټاکنو د پایلو په ځنډ اعلان سره د خلکو بي باوري ډیره شوې ده.
ده وویل که دا ډول راتلونکي ټاکنو اعلان په ځنډ وشي هېڅوک هم په راتلونکو ټاکنو کې برخه نه اخلي.
د دغه و لايت بلى اوسېدونکى نیازمحمد وايي: ((په ټاکنو بي باوره شوی یم بیا به په ټاکنو کې برخه وانه خلم.))
د بغلان ولایت د مرکز پلخمري اوسېدونکی نجیب الله محسني هم وایي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان ته خوښ دی خو پر ځنډ يې نيوکه کوي.
هغه وایي، خلک د تېرو ټاکنو په پرتله پر دغو ټاکنو چندان باوري نه وو؛ ځکه يې د ګډون کچه هم ټيټه شوه په کې، خو دا چې دا ټاکنې درې مياشتې وځنډېدې، خلک يې نور هم بې باوره کړل.
د دغه ولايت بل اوسېدونکى فهیم نېکزاد وایي، د ټاکنو د پایلو له دومره زیات ځنډ اعلان څخه څرګندېږي چې کمېسیون خپلواک نه دی.
هغه پژواک ته وويل، د ټاکنو د پایلو ځنډ په سوداګرو او ملي پانګوالو پر کاروبار ناوړه اغېزه کړې ده.
د پکتيکا ولايت اوسېدونکي محمدخان جوهر بيا وايي چې د ټاکنو ځنډ د خلکو په ورځنيو کارونو او سوداګرۍ سربېره د خلکو پر ورځني ژوند هم اغېز کړی و.
هغه پژواک ته وويل، د ټاکنو کمېسيون هم د زورواکو تر اغېز لاندې و او په اسانۍ سره يې پايلې اعلان نه کړي.
د دغه ولايت د ولايتي شورا وکيل نعمت الله بابري هم وايي، د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ خلک د ټاکنو د بهير د پايلو په ځنډ پر حکومت بې باوره شوي وو.
د هرات ولايت اوسېدونکى داوودشاه طنين هم وايي چې د ټاکنو پايلو کې ځند خلکو ته ستونزې جوړې کړې وې، خو دا چې اوس اعلان شو، دوى پرې خوښ دي.
هغه د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې وروستۍ پايلې پر خپل وخت کې اعلان کړي.
د فارياب ولايت يوه مدني فعاله طيبه هاشمي هم د ټاکنو د لومړيو پايلو د اعلان هرکلى کوي خو اندېښنه څرګندوي چې په دې سره به په هېواد کې بحران رامنځته نه شي.
نوموړي وېره څرګنده کړې چې د ثبات او همپالنې ټېم په ګډون به يو شمېر ټاکنيز ټيمونه اوس په هېواد کې لاريونونه پيل کړي.
د فارياب د ميمنې ښار اوسېدونکى محمد صادق لولاشي بيا له ټولو غواړي چې د ټاکنو پايلې ومني؛ ځکه چې خلک نور د لاريونونو او اعتراضونو  حوصله نه لري.
د سمنګان ولايت اوسېدونکى سعد الله عطايي وايي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې او اعلان شوې پایلې ورته د منلو وړ نه دي.
د دغه ولايت بلې اوسېدونکې حسينه هم وايي چې پاکې رايې دې له ناپاکو جلا شي؛ ځکه تر هغو اعلان شوې پايلې نه مني.
د جوزجان د شبرغان ښار اوسېدونکى محمد خان تقي وايي چې د ټاکنو د پايلو له اعلانه خوښ دى؛ ځکه چې يو ناڅرګند وضعيت نور پاى ته ورسېد.
د بدخشان ولايت د مرکز فيض اباد اوسېدونکى سکندر وايي چې د هېواد د  ښې راتلونکي لپاره بايد پايلې ومنل او د دولت او نظام ملاتړ وشي.
د دايکندري د مرکز نيلي ښار اوسېدونکى رحمت الله هم د ټاکنو پايلې نه مني او په ټاکنو کې د درغليو ادعا کوي.
د پکتيا د ګردېز ښار اوسېدونکى عبدالله حسام که څه هم د پايلو ځنډ ناوړه بولي چې شکونه او پوښتنې يې پيدا کړې وې، خو خوښ دى چې بالاخره پايلې اعلان شوې.
هغه پژواک ته وويل، د ځينو ډلو له خوا د پايلو نه منلو ته اندېښمن دى او وايي چې ټول کورني بنسټونه او نړيواله ټولنه بايد د ثبات او د روانو ستونزو د حل لپاره معترضې خواوې قانع او يو بل منلو ته تيار کړي.
په ټولنيزو شبکو کې بيا ډېرى خلکو د ټاکنو د لومړۍ پايلو د اعلان هرکلى کړى دى.
د پژواک په رسمي فېسبوک پاڼه کې په دې اړه شوې ټولپوښتنه کې په دوو ساعتونو کې ١٥زره کسانو نظر ورکړى چې له دې کسانو څخه يې ٨٥ سلنه يې د لومړيو پايلو د اعلان ملاتړ کړى دى.
 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.