يوناما از هدف قراردادن کارمندان کميسيون انتخابات ابراز تاسف کرد

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٨): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو له اعلان څخه هرکلی کړى دی.
دغه راز دغه نړيوال بنسټ د افغانستان د ټاکنیزو بنسټونو (د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون) د کارونو ستاینه کوي چې په ترڅ کې یې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې.
د يوناما له خوا د مرغومي په لومړۍ نېټه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې ادارې د مشر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له خولې ليکل شوي: "د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۲۸مه د افغانستان اتباعو له امنیتي ګواښونو سره سره د یو ښه راتلونکي لپاره خپلې رایې وکارولې، دا رایه ورکوونکي د خپلې مدني دندې ترسره کولو له امله د ستاینې وړ دي."
هغه زیاته کړه: "اوس ټول افغان چارواکي او ښکېل اړخونه باید د ټاکنو د خوندیتوب او بشپړېدو لپاره خپله ژمنه څرګنده کړي چې د دغه بهیر د وروستي پړاو د بشپړتیا ساتنه وشي. "
یاماموتو چې د یوناما مشر هم دی، زیاته کړه: "د دغه بهیر په وروستي پړاو کې د ټاکنیزو بنسټونو هره پریکړه باید روښانه قانوني او تخنیکي توجیهات ولري او باید د افغانستان خلکو ته په روښانه ټکو کې واضح کړل شي. "
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون نن له غرمې مخکې د روان لمريز کال د تلې د شپـږمې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې په ترڅ کې يې ٥٠،٦٤ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره اشرف غني ګټونکى اعلان شوى دى.
د هغه سيال ډاکتر عبدالله څه باندې ٣٩ سلنه رايې اخيستې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ملګري ملتونه د یوه منظم بهیر پر ارزښت ټینګار کوي چې په ځانګړې پاملرنې او حساسیت سره ترسره او د وروستیو پایلو د اعلان سبب شي او یو ځل بیا ټینګار کوي چې د ټاکنو بهیر د ټولو ښکېلو اړخونو، د ټاکنیزو بنسټونو، نوماندانو، مدني ټولنو او رسنیو ګډ مسولیت دی.
یاماموتو وايي: "ټول کاندیدان د دې فرصت لري چې خپلې اندېښنې، د مناسبو میکانیزمونو له لارې پر ټاکل شوي وخت کې د اړوند قانوني چوکاټونو، مقررو او تګلارو پر اساس مطرح کړي. په عین وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مکلفیت لري چې هر ور رسېدونکي شکایت ته په شفاف او دقیق ډول رسېدنه وکړي چې د ټاکنو بهیر په باوري ډول پای ته ورسېږي. "
په خبرپاڼه کې د امنیت شورا له خوا د ورکړل شوي ماموریت د یوې برخې په توګه یوناما د افغانستان د انتخاباتي بنسټونو او د هغو د کار ملاتړ کوي.
له خپل ماموریت سره سم چې ټاکنیزو چارواکو ته مشوره ورکول دي، یوناما به خپل بشپړ بې پرېتوب ساتي او د افغانستان د ټاکنو له قانون سره سم به له درغلیو سره د مبارزې په برخه کې د ټولو هڅو درناوی کوي.
یوناما له ټاکنیزو بنسټونو د ملاتړ او د بې پرې او تخصصي مشورې ورکولو په برخه کې خپل کار ته دوام ورکوي، چې د قانون د حاکمیت پراساس د باوري او رڼو ټاکنو د بهیر ملاتړ وشي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.