کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٨): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، معترض نوماندان درې ورځې وخت لري چې خپل شکایتونه ثبت کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییسې زهرې بیان شینوارۍ نن یوه خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په تړاو د شکایتونو د ثبت او هغه ته د رسېدو لپاره د تیاري خبر ورکړ.
مېرمن شینوارۍ د ولسمشرۍ ټاکنو له ټولو نوماندانو وغوښتل چې د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه که شکایت او اعتراض لري له اسنادو او شواهدو سره یو ځای یې دې په دغه کمېسیون کې ثبت کړي.
هغې وویل: ((معترض نوماندان درې ورځې فرصت لري چې خپل شکایتونه ثبت کړي.))
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې د شکایتونو د ثبت بهیر د مرغومي په دویمه د دوشنبې د سهار په اتو بجو پیل او د درېیو ورځو لپاره دوام لري.
بلخوا د ټاکنیز شکایتونو کمېسیون مرستیال دین محمد عظیمي ددې په روښانولو چې دغه کمېسیون بې طرفه او خپلواک بنسټ دی وویل: ((موږ په بشپړه خپلواکۍ کولای شو ټول محلونه یا ځينې محلونه تفتیش او بیا وشمېرو ، دا په دې معنا نه ده چې د ټاکنو کمېسیون ټول تصمیمونه وروستي دي.))
نوموړي رایې او بایومټریک معلومات د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سرې کرښې وبللې او ویې ویل، ددغه بنسټ ټولې کړنې په بشپړه خپلواکۍ ترسره کېږي.
دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او کمېشنر محمد قاسم الیاسي له ټاکنیزو ټکټونو او هېوادوالو غوښتنه وکړه چې له مخکې خبرو ډډه وکړي او زغم ولري.
الیاسي دې ته په اشاره چې اعلان شوې پایلې لومړنۍ دي زیاته کړه، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا اعتراضونو او شکایتونو ته تر رسېدو وروسته په دې اړه خپل نظرونه شریکوي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په داسې حال کې د معترضو نوماندانو شکایتونو ته د رسېدو لپاره د تیاري خبر ورکوي چې ټاکنو کمېسیون له درې میاشتو ځنډ وروسته نن د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
د یادو پایلو له مخې، محمد اشرف غني ۵۰.۶۴ سلنه، عبدالله عبدالله ۳۹.۵۲ سلنه، ګلبدین حکمتیار ۳.۸۵ سلنه او پاتې رایې ۱۱ نورو نوماندانو ترلاسه کړې دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.