Add new comment

کابل (پژواک،دمرغومي لومړۍ نېټه ٩٨):دامريکا په ګډون يو شمېر هېوادونو د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان د هرکلي ترڅنګ له ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونه  غوښتي چې شکايتونو ته په وخت سره رسيدګي وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون نن د روان لمريز کال د تلې د شپږمې نېټې ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې، چې له مخې يې ولسمشر محمد اشرف غني د ٥٠،٦٤ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره ګټونکى دى.
د کمېسيون د معلوماتو له مخې، ډاکټر عبدالله، ٣٩،٥٢ سلنه راى او ګلبدين حکمتيار ٣،٨٥  رايې ترلاسه کړې، پاتې ۱۱ سلنه رايې نورو نوماندانو ترلاسه کړې دي.
په کابل کې د امريکا سفير جان باس د ټاکنو د پايلو د هرکلي ترڅنګ ويلي، خلک دې په ياد ولري چې دا لومړنۍ پايلې دي.
هغه په ټويټرکې ليکلي، د ولسمشرۍ ټاکنو تر وروستيو پايلو مخکې نورې ډېرې مهمې مرحلې پاتې دي، چې بايد بشپړې شي او خلکو ته د ټاکنو په اړه ډاډ ورکړل شي.
باس ټينګار کړى چې  ټاکنيزو شکايتونو ته په وخت د رسيدنې له امله بايد د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون څخه ملاتړ وشي.
په افغانستان کې د ناټو سازمان سفير نېکولاس کې هم په يوه ټويټ کې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو هرکلى کړى دى.
هغه په دې برخه کې دافغان امنيتي ځواکونو ستاينه کړې چې ددې ټاکنو لپاره يې امنيت ټينګ کړى و.
بلخوا په کابل کې د فرانسې سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم ددې پايلو له اعلان څخه هرکلى شوى دى.
سرچينې زياته کړې، په سختو شرايطو کې دديموکراسۍ دا پروسه ترسره شوه چې په خپله د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او خلکو لپاره يوه بريا ده.
فرانسې د ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس ډاکتر عبدالله ستاينه کړې چې د قانون په چوکاټ کې يې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کولو لپاره هلې ځلې وکړې.
دغه راز سرچينې د ټاکنيزو بنسټونو، مدني ټولنې او افغان امنيتي ځواکونو د هغو کړنو ستاينه کړې چې د ټاکنو لپاره يې ترسره کړې دي.
د فرانسې سفارت په ډاګه کړې چې افغانانو ته د رايې ورکولو حق ورکړل شي، په همدې موخه دوى له لومړي سر څخه د ټاکنيزې پروسې ملاتړ کړى دى
په خبرپاڼه کې راغلې، رڼې او خپلواکې ټاکنې دديموکراسۍ لپاره اړينې دي او افغانان بايد خپل اساسي قانون ته بشپړ درناوى ولري.
سرچينې زياته کړې چې د ټاکنو پروسه بايد نوره بشپړه شي او اړونده ټول شکايتونه بايد د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له خوا وارزول شي.
په افغانستان کې د کاناډا سفارت هم له ټاکنيزو شکايتونو غوښتي چې په وخت سره شکايتونو ته رسيدګي وکړي.
سرچينې زياته کړې، کاناډا ديوه ښه راتلونکي لپاره دافغانانو ملاتړ کوي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.