کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې ولسمشر محمد اشرف غني د ٥٠،٦٤ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره په سر کې ځای لري.
د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شوې خو تر اوسه یې لومړنۍ پایلې نه وې اعلان شوې.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ټولو ولايتونو کې د رايو له بياشمېرنې وروسته نن د مرغومي په لومړۍ نېټه د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا علم نورستانۍ نن په دې اړه يوې خبري غونډې ته وويل چې په تېرو ټاکنو کې د بايومټريک شوو رايو شمېر ١٨٢٤٤٠٤ دی.
دې وويل چې د همدې رايو ٥٠،٦٤ سلنه محمد اشرف غني، ٣٩،٥٢ عبدالله عبدالله، ٣،٨٥ سلنه ګلبدين حکمتيار او پاتې نور نورو نوماندانو ترلاسه کړې دي.
په دې اړه بشپړ راپور لږ وروسته خپرېږي.