کابل (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٨): د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو، ټاکنیزو ټکټونو، پر ټاکنو د څار بنسټونو، مدني فعالانو او رسنیو د استازو په ګډون د شاوخوا ۷۰ کسانو غونډه پیل شوه.
دغه ناسته نن له غرمې مخکې لس بجې د ټاکنو کمېسیون په مرکزي دفتر کې پیل شوه او په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د ټاکنو کمېسیون مسوولین وايي چې د ټاکنیزو جنجالونو له دوام وروسته چې له امله یې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ځنډېدلې دي، دغه کمېسیون تصمیم نیولی چې یادو جنجالونو ته د یوې حللارې موندلو لپاره ګډه ناسته ترسره کړي.
ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې؛ د لومړنیو پایلو اعلان یې یو ځل د تلې له ۲۷ مې د لړم ۲۳ مې ته وځنډېد خو وروسته د لړم په ۲۳ مه هم اعلان نه شوې او لا معلومه نه ده چې څه وخت به اعلان شي. ټاکنو خپلواک کمېسیون په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنې او تفتیش بهیر بشپړ خو په اوو ولایتونو کې یې د ځنیو ټاکنیزو ټکټونو په ځانګړې توګه ثبات او همپالنې ټېم د پلویانو لخوا مخه نیول شوې ده.
په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د محمد اشرف غني په ګډون ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړل شوې.
د ولسمشرۍ ټاکنو ځینو نوماندانو او د هېواد سیاستوالو له یاد ټاکنیز وضعیت څخه د وتلو لپاره د موقت حکومت، او ځینې نور نوماندان د مشارکتي حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي خو پر یادو غوښتنو کې یو شمېرو نورو نیوکې کړې دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.