کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، په اوو ولایتونو کې چي بیا شمېرنه یې د ځينو نوماندانو له مخالفت سره مخ شوې ده، د بیاشمېرنې پيل لپاره له ولایتي مسوولینو، ټاکنیزو ټیمونه له استازو او قومې مشرانو سره خبرې روانې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرپرست ویاند ذبيح الله سادات د لړم په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل  چې په اوو ولايتونو کې د  ۱۳۷۴ محلونو بیا شمېرني بهیر له مخالفت سره مخ شوی دی.
د ده د معلومات له مخې، له یاد شمېر څخه ۹ محلونه په پنجشېر، ۲۳۴ محلونه په فاریاب، ۴۳ محلونه په سرپل، ۱۳ محلونه په جوزجان، ۷۱۲ محلونه په بغلان او ۲۸۶ محلونه د بدخشان په ولایتونو کې دي.
ده همدارنګه وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون نهایي کوښښ کوي چې دغه ستونزه حل او په یادو ولایتونو کې له دغه بهیر څخه د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.
ده زیاته کړه: "موږ د ولایتي مسوولینو، ټاکنیزو ټیمونه له استازو او قومې مشرانو سره په خبرو بوخت یو څو د دوی قناعت ترلاسه او د بیا شمېرني بهیر پيل کړو څو د لومړنیو پایلو اعلان ته نږدې شو."
لومړنۍ پایلې به له سیاسي ستونزو سره مخ شي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) مشر یوسف رشید پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ستونزه باید د نوماندانو له استازو سره په یوه ناسته کې چې د ناظرو بنسـټونو او رسنیو استازي شتون ولري، حل شي.
ده زیاته کړه: "اوس هم نوماندانو پر یو بل تورونه لگوي چي له امنیتي پولیسو د یوه نوماندان په ګټه کار اخیستل کېږي او یو بل ته ګواښونه کوي، که چېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه ستونزه حل نه کړي، لومړنۍ پایلې به له تخنیکي، سیاسي او حقوقي ستونزو سره مخ کړي."
۴۶۴۰ محلونه کې بیا شمېرنه پای ته رسېدلې ده
دا په داسې حال کې ده چې پرون ماښام سادات پژواک خبری اژانس ته وویل، د رایو تفتیش او بیاشمېرنه په ۱۷ ولایتونو کې پای ته رسېدلې او په لسو نورو ولایتونو کې دغه بهیر په عملي ډول روان دی.
هغه زیاته یې کړه چې دغه بهیر د ۳۴ ولایتونو له ډلې په فراه، کندوز، هرات، لوګر، کونړ، بادغيس، زابل، اروزګان، بامیان، لغمان، بلخ، میدان وردګ، نیمروز، سمنګان، دایکنډي، غور او نورستان ولایتونو کې پای رسېدلی دی.
د ده په وینا، په یادو ولایتونو کې د ۴۶۴۰ محلونو بیا شمېرنه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دغه بهیر د لړم په ۱۸مه د پاکو او ناپاکو رایو د جلا کولو لپاره د رایو ورکونې له ټولو ۲۶۵۸۰ محلونو څخه د ۸۲۵۵ محلونو د تفتیش او بیا شمېرنې اعلان وکړ خو په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو ټاکنیزو ټيمونو له مخالفت سره مخ شو، وروسته ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو غوښتونو ته د ځواب ويلو له امله دغه بهیر بند کړ او هغوی ته له ځواب ويلو وروسته یې  څلور ورځې مخکې دویم ځل پیل شو.
ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې. د ټاکنو د مهالوېش له مخې، لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستنۍ یې د لړم په ۱۶مه اعلانېدې؛ خو سرور ته له بایومټریک ماشینونو د معلوماتو د انتقال د ځنډ له امله د ټاکنو لومړنۍ پایلې وځنډېدې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لړم په پنځمه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په ۲۳مه اعلانوي خو دا نېټه تر نا معلومې مودې بیا وځنډول شوه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.