کابل (پژواک، ٩ لېندۍ ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ثبات او همپالنې ټېم د لاریونونو په اړه وايي چې کمېسیون د قانون او خپلواکۍ د اصل پر اساس د خلکو له رایو ساتنه کوي او په هېڅ صورت کې به خلکو، ډلو او بنسټونو ته د ټاکنو په بهیر کې د لاسوهنې حق ورنه کړل شي.
د ثبات او همپالنې ټېم زرګونه پلویانو تېره ورځ په کابل ښار کې لاریونونه وکړل او ویې ویل، که ټاکنو کمېسیون او اړوند بنسټونه د دوی مشروع او قانوني غوښتنو ته ځواب ونه وايي، له مشروع لارې به د درغلي کوونکو ټغر ټول کړي.
خو ټاکنو خپلواک کمېسیون نن د ثبات او همپالنې ټېم د پلویانو د تېرې ورځې لاریونونو په اړه یوه خبرباڼه خپره کړې ده.
په هغې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې راغلي، ټاکنو کمېسیون لاریونونه د هېوادوالو اساسي حق بولي او د ډيموکراتیکو ارزښتونو د بسټیزو کېدو لپاره یې مهم ګڼي.
سرچینې ویلي، دغه بنسټ د قانون له مخې په ټول هېواد کې د ټاکنو د ترسره کېدو مسوولیت لري او د ټاکنو اړوند کړنلارو، لوایحو، مقرراتو او قوانینو مراعات او د خلکو د رایو ساتنې ته ژمن دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د قانون او خپلواکۍ د اصل له مخې د خلکو د رایو ساتنه کوي او په هېڅ صورت کومې ډلې، کس یا بنسټ ته په ټاکنیزو چارو کې د لاسوهنې حق نه ورکوي.
دغه راز سرچینې زیاته کړې، کمېسیون ټولې ټاکنیزې چارې د کمېسیون د تصویب شوې کړنلارې، لوایحو، نافذه قوانینو مطابق ترسره کړې او کمېسیون ټولو اړوند لوریو په ځانګړې توګه د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو ته ډاډ ورکوي چې یوازې بایومتریک رایو ته باور ورکوي.
د کمېسیون په خبرپاڼه کې له ټولو لورو، سیاستوالو په ځانګړې توګه ولسمشرۍ نوماندانو وغوښتل شوي چې د پاتې اوو ولایتونو د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش په برخه کې له کمېسیون سره همکاري وکړي څو کمېسیون خپله دنده د تصویب شوو قانوني احکامو او طرزالعملونو مطابق ترسره کړي.
د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: ((کمېسیون له ټولو هېوادوالو غواړي چې د ټاکنو د پایلو د اعلان لپاره د صبر تر څنګ له کمېسیون سره همکاري وکړي څو وکولای شو د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر بشپړ او د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې ژر اعلان کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې ټاکنو کمېسیون له ناپاکو رایو څخه د پاکو رایو د جلاکېدو ه موخه د رایې ورکونې له ټولو ۲۶۵۸۰ محلونو څخه د ٨٢٥٥ ملحونو رایې د تفتیش او بیا شمېرنې اعلان وکړ  خو دغه بهیر د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل ټېمونو له مخالفت سره مخ شو اږ د یادو ټکټونو پلویانو یې په اوو ولایتونو کې مخالفت وکړ.
ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره او ټاکل شوې وه لومړنۍ پایلې یې د تلې میاشتې په ۲۷ مه او وروستۍ پایلې یې د لړم په ۱۶ اعلان شوې وای، خو له بایومتریک ماشینونو سرور ته د معلوماتو د لېږد په بهیر کې د ځنډ له امله وځنډېدې.
ټاکنو خپلواک کمېسیون د لړم په پنځمه په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په ۲۳مه اعلانوي خو دغه اعلان تر نامعلومې نېټې وځنډېد.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.