کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ولسمشرۍ ټاکنو کې د رایې ورکوونکو د ثبت په موخه ۲۵زره نور بایومټریک ماشینونه وپېرل او د ټاکنو د پایلو د ژر اعلانېدو لپاره د رایې ورکونې په مرکزونو کې انټرنېټ هم فعالوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روان کال د غويي په ۲۵مه ویلي وو چې په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې چې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره کېږي، له بایومټریک سیستمه استفاده نه کېږي.
کمېسیون ویلي وو، دغه پرېکړه یې د وخت او امکاناتو د کموالي او بایومټریک ټکنالوجۍ د نه عملي کېدو له امله کړې ده.