کابل(پژواک، ۱۱چنګاښ ۹۸): د ولسي جرګې د ۲۴ معترضو نوماندانو له ډلې چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې یې تحصن کړی څلورو ښځو د خپلو شونډو په ګنډلو حکومت ته ګواښ کړی چې که مشروع غوښتنې یې ونه مني ځان سوځوي.
یاد معترض نوماندان ټاکنیزو ستونزو ته د رسېدو لپاره د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه کوي.
د هلمند، کندهار، ننګرهار، میدان وردګو، پکتیکا، لوګر، بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، هرات او کوچیانو حوزو دغه معترض نوماندانو نن د کابل په زنبق څلور لاري کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، د پراخو درغلیو له امله دوی ته د ټاکنیزو کمېسیونونو له خوا د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ اعلان شوې پایلې د منلو وړ نه دي.
له بغلان ولایته د ولسي جرګې معترضې نوماندې فرزانې فرهمند وویل، شاوخوا درې میاشتې مخکې یې تحصن پیل کړی، خو تر اوسه یې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی.
نوموړې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې فساد، درغلیو او جرمونو ته په اشاره وویل: ((څوک چې بریالي شوي په خېمه کې ناست دي خو هغه کسان چې رایې یې نه لرلې د پیسو، سیاسي اړیکو او غیر اخلاقي فساد په اساس د ملت کورته تللي او هره ورځ په پارلمان کې د شخړو شاهدان یو.))
یادي معترضې نوماندې زیاته کړه، څه موده مخکې د افغانستان د ملي امنیت مشاور حمدلله محب له دوی سره ژمنه وکړه چې ستونزو ته یې رسېدنه کېږي، خو دوی وروسته پوه شول چې ژمنې یې له دوکې پرته بل څه نه وو.
هغې روښانه کړه: ((څلورو دوستانو مو شونډې وګنډلې، که تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو مو غوښتنې ته رسېدنه ونه شي موږ له خپلو پلویانو غواړو چې عمومي لویې لارې وتړي.))
 د ولسي جرګې بلې معترضې نوماندې نجیبې فایز هلمندۍ وویل، په ټاکنو کې بریالۍ وه خو حکومت او ټاکنیزو کمېسیونونو ورسره خیانت وکړ او د دوی رایې یې د پیسو په بدل کې پلورلې دي.
 هغې زياته کړه: ((نن زموږ د خوړو د اعتصاب تر څنګ څلورو دوستانو(ارزو صافۍ، ډېوې نیازۍ، هدیې هلمندۍ او حیلې مجتبی خپلې شونډې وګڼدلې، دغه راز نن موږ ټولو د تېرې ورځې ټپیانو ته ۵۰۰ وینه هم ورکړه.))
 دغو معترضو نوماندانو ګواښ وکړ چې د دوی مشروع غوښتنو ته دنه رسېدو په صورت کې به تر خېمې لاندې ځانونه وسوځوي.
 د ټاکنو کمېسیون مسوولانو د ولسي جرګې د ۲۴ معترضو نوماندانو د اندېښنو په تړاو څه ونه ویل، خو له دې مخکې یې ویلي و چې دغو ستونزو ته رسېدنه د ټاکنیزو شکایتونو کمسیون دنده ده او د ټاکنو کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو د پرېکړو په پام کې نیولو سره د ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړې دي.
 د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ویلي: ((د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پرېکړو ته په کتو د ولایتونو د ولسي جرګې وروستۍ پایلې اعلان کړې او معترض نوماندان کولای شي موجوده بنسټونو ته د عدالت غوښتنې لپاره لاړ شي.))

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.