کابل (پژواک، ۱۹چنګاښ ۹۸): ښځينه معترضو نوماندانو، د يوه نمايشي حرکت په ترڅ کې چې لاسونه يې په ځنځېرونو تړل شوي وو، په موټروکې په اوسپنيزو قفسونو کې بندې وې، څو کيلومتره يې په کابل کې لاريون وکړ.
د يادو معترضو نوماندانو چې شمېر يې ۱۲ تنو ته رسېده، نږدې درې مياشتې وړاندې په ولسي جرګه کې د درغليو او سرغړونو په تړاو د ارګ په دروازه کې د تحصن خېمه ودروله؛ خو په دې وروستيو کې دکابل پوليسو د هغوی د تحصن خېمه په زور ټوله کړه او معترضينې يې له سيمې لرې کړې.