کابل (پژواک، ۱۹چنګاښ ۹۸): ښځينه معترضو نوماندانو، د يوه نمايشي حرکت په ترڅ کې چې لاسونه يې په ځنځېرونو تړل شوي وو، په موټروکې په اوسپنيزو قفسونو کې بندې وې، څو کيلومتره يې په کابل کې لاريون وکړ.
د يادو معترضو نوماندانو چې شمېر يې ۱۲ تنو ته رسېده، نږدې درې مياشتې وړاندې په ولسي جرګه کې د درغليو او سرغړونو په تړاو د ارګ  په دروازه کې د تحصن خېمه ودروله؛ خو په دې وروستيو کې دکابل پوليسو د هغوی د تحصن خېمه په زور ټوله کړه او معترضينې يې له سيمې لرې کړې.
دغو معترضينو له حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې د دوی له غوښتنې سره سم دې د اسنادو او مدارکو څېړنې لپاره د ځانګړې محکمې جوړېدو فرمان صادرکړي؛ خو تراوسه يې هېڅ غوښتنې ته مثبت ځواب نه دى ويل شوى .
 يادو معترضو نوماندانو نن د هغوی غوښتنو ته د نه رسېدا له امله، خپل لاسوهنه په ځنځيرونو تړلي وو، ځانونه يې په نمايشی قفسونو او د قانون او ډېموکراسۍ  تابوتونو کې بند کړي وو، څو کيلومتره د کابل په ښار کې وګرځېدې.
له ننګرهار ولايت څخه ولسي جرګې ته معترضې نوماندې ډيوې نيازۍ وويل چې له څه باندې درې مياشتو يې د عدالت غوښتنې غږ اوچت کړی او د قانون پلې کېدو غوښتنه يې وکړه؛ خو تر اوسه يې هېڅ قانوني غوښتنې ته رسېدنه نه ده شوې.
نوموړې زياته کړه چې نن يې  مشروع او قانوني غوښتنو ته د نه رسېدا په اعتراض کې ، د قانون او ډېموکراسۍ نمايشي تابوت  په موټر کې ايښی او په کابل ښار کې يې لېږدوي.
يادې معترضي نوماندې وويل: ((هوډ لرو څو دا دوه تابوتونه د ارګ تر  دروازې ولېږدو؛ خو فکر کوو چې د ارګ ساتونکو له مخالفت سره به مخ شوو.))
له کندهار ولايت څخه بلې معترضې نوماندې ارزو ساپۍ نيوکه وکړه چې پوليس د تحصن خيمې د درېدو اجازه نه ورکوي، زياته يې کړه : (( له دې امله اړ شو څو تورې جامې پر تن کړو، لاسونه په ځنځيرونو وتړو او ځانونه په قفسونو کې بندي کړو.))
نوموړې ګواښ وکړ که دا ستونزه  حل نه شي، د عدالت غوښتنې خپل حرکت ته به دوام ورکوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکو، تر دې وړاندې  د ولسي جرګې ټاکنو د ۱۲ معترضو نوماندانو د اندېښنو په اړه ويلي و چې يادو ننګونو ته رسېدا د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مسووليت دی او د ټاکنوخپلواک کمېسيون د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د پرېکړو له مخې، د ولايتونو وروستۍ پايلې اعلان کړې دي.
خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، تر اوسه د يادو ۱۲ معترضو نوماندانو شکايتونو ته د رسېدنې په تړاو نظر نه دی څرګند کړی.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.