کابل(پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۸): پر ټاکنو د څار بنسټونه د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د ځانګړې لېوالتیا په نه موجودیت په نیوکې کولو سره وايي چې د رڼو تاکنو د ترسره کېدو لپاره عملي میکانیزم نشته، که ټاکنې په دې وضعیت کې ترسره شي، پایلې به یې نوماندانو ته د منلو وړ نه وي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ (تیفا) مسوول نعیم ایوب زاده نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل چې د تیفا او فیفا د څار معلومات ښيي چې د رڼو، سرتاسري او منلو وړ ټاکنو د ترسره کېدو لپاره هېڅ ډول تیاری نه دی نیول شوی.
هغه د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د کړنلارې پر نه موجودیت نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: ((ټاکنیزو کمېسیونونو، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې تر اوسه د ټاکنو ترسره کېدل جدي نه دي نیولي او له دې مسئلې سره ډېر سطحي چلند کوي چې دې وضعیت موږ اندېښمن کړي یو.))
نوموړي د دې په روښانولو چې بهرني لوبغاړي د افغانستان د ټاکنو په ترسره کېدو کې همغږي نه دي، وویل، ځینې نړیوال لوبغاړي د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کوي، خو یو شمېر نور بیا له طالبانو سره خبرې او د سولې ټینګښت لومړيتوب ګڼي.
ایوب زاده له کارې مېتود پرته د ټاکنو لوري ته تلل ټاکنیزه ځانوژنه ګڼي او وايي، که په دې وضعیت کې ټاکنې ترسره شي، پایلې به یې د ولسمشرۍ ټاکنو هېڅ نوماند ته د منلو وړ نه وي.
د تیفا مسوول د دې په روښانولو چې د ټاکنو بهیر مدیریت ډېر وخت ته اړتیا لري، وویل، له بده مرغه چې ټاکنیزو بنسټونو د تخنیکي ستونزو، د رایې ورکوونکو د نوملړ د نه موجودیت، ناامنۍ، د کسانو روزلو او ... برخو کې عملي کار نه دی ترسره کړی.
نوموړي د یو شمېر ټاکنیزو ټکټونو له خوا پر سهمیه بندۍ په نیوکې کولو سره وویل: ((موږ یو ډول ګنګوسې اورو چې دوه درې ټاکنیز ټکټونه د قدرت د وېش په لټه کې دي چې څو سلنه د چا وي، د مهربانۍ له مخې د ټاکنو بهیر روڼتیا او سلامتي تقویه کړئ.))
دغه راز په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې اجرایوي رییس یوسف رشید وویل، د سولې بهیر او له طالبانو سره د خبرو پیل سیاسي مانورونو ته د زمینې برابرول ډېروي او د خلکو ترمنځ شک رامنځته کوي او ښکاره نه ده چې له دواړو پروسو (ټاکنو او سولې) له منځه کومې ته لومړیتوب ورکول کېږي.
نوموړي د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء او نورو غړو تر منځ د همغږۍ پر نه موجودیت نیوکه وکړه او ویې ویل، د همغږۍ نه موجودیت د سلیقه يي بحثونو د رامنځته کېدو لامل کېږي او پر ټاکنو بهیر منفي اغېز کوي.
رشید په ټاکنو بهیر کې د ستونزو موجودیت ته په اشاره کولو سره وویل: ((تر اوسه د بایومتریک لپاره هېڅ ډول تصمیم نه دی نیول شوی چې څه ډول ترې استفاده کوي او د ښځو د انځور اخیستو په تړاو هم کومه پرېکړه نه ده شوې، که اختیاري وي، هم ښېګڼې او هم بدي لري او که اجباري وي، هم ښېګڼې او بدي لري.))
د فیفا اجرایه رییس د ټاکنو له کمېسیون وغوښتل چې د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو لپاره دې ژر تر ژره د پورته مواردو په اړه تصمیم ونیسي څو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.
بلخوا د تیفا ویاندې صغرا سادات له ټاکلي وخت مخکې پر ټاکنیزو کمپاینونو نیوکه وکړه او ویې ویل: ((د ښځو چارو وزارت په ټاکنو کې د ښځو د ګډون لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي چې په یو ډول د یوه ځانګړي ټاکنیز ټکټ لپاره کمپاین دی او یا د ښځو چارو وزارت ناوخته له خوبه ویښ شوی دی.))
پر ټاکنو د یادو دوو څارونکو بنسټونو په خبرپاڼه کې ټاکنو د بېلا بېلو مرحلو امنیت د ټاکنو لپاره یوه عمده فکتور دی چې له بده مرغه امنیتي سکتور نه دی توانېدلی چې په دې برخه کې خپل روښانه پلان د ټاکنو کمېسیون او نورو ټاکنیزو شریکانو سره همغږی کړي.
د خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې د ټاکنو ترسره کېدو ته په کم فرصت د ټاکنو کمېسیون، افغان دولت او نړیوالې ټولنې، سیاسي ګوندونو، ټاکنیزو ټکټونو او نورو اړوند بنسټونو رښتینې ګډې هڅې کولای شي یادې ستونزې حل کړي.
خو د ټاکنو کمېسیون وايي چې د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو په موخه ټولې چارې په همغږۍ روانې دي.
د ټاکنو کمېسیون د دارلانشاء رییس حبیب الرحمن د ټاکنیو کمېسیون او د دغه کمېسیون د دارالانشاء ترمنځ همغږۍ ته په اشارې وویل، د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره ټول پروګرامونه په همغږۍ عملي کېږي.

 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.