کابل (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٨): د ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې ۱۴ میلیونه یورو په ارزښت د ټاکنو لپاره د ۱۷زره بایومټریک دستګاوو پېرلو وړاندیز منظور کړی دی.
له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ  د ټاکنو خپلواک کمېسیون لپاره د بایومتریک دستګاوو چمتو کولو او تدارک په اړه فوق العاده غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينه زياتوي، په دې غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اړتیا وړ د ۱۷۸۶۵ بایومټریک دستګاوو او سافټ‏ویرونو د برابرولو غوښتنه و ارزول شوه چې له غور او بحث وروسته له اړوندو توکو (پرېنټر، پاوربانک، د چاپ کاغذ) سره د بایومټریک دستګاوو پېرلو موضوع د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غوښتنې مطابق د واحدې وړاندې شوې بیې پر بنسټ له ۱۴،۱۴ میلیون څخه د زیاتو یورو په ارزښت ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.
په همدې ترتیب په غونډه کې د مدني بنسټونو په استازیتوب د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اړتیاوو د تطبیق د روش پر څرنګوالي او په دې پروسه کې د روڼوالي په اړه خپل نظریات شریک کړل.
د ملي تدارکاتو کمېسیون د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د نظریاتو له اورېدو وروسته ټینګار وکړ چې د ټاکنیزو پروسو د شفافیت او سلامتیا څارنه د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د مدني ټولنې مسوولیت دی، څو د دغه قرارداد د سالم تطبیق او یا په پروسو کې د شفافیت په اړه هر اړخیزه څارنه وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د ټاکنو ترسره کولو لپاره نږدې ۳۹زره بایومټریک دستګاوو ته اړتیا لري چې له دې ډلې ۲۰زره بایومټریک دستګاوې لا له وړاندې دغه کمېسیون ته په پارلماني ټاکنو کې برابرې او په واک کې ورکړل شوې دي.
د دغه کمېسیون د غوښتنې او اړتیا پر بنسټ تر ۱۷زره زیاتې نورې د بایومټریک دستګاوې هم پېرل کېږي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.