کابل(پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۸): ولسمشرۍ ته نوماند احمدولي مسعود د سولې او ولسمشريزو ټاکنو اړوند مسايل ګونګ بولي، وايي که حکومت د نوماندانو شورا غوښتنې ونه مني د زمري مياشتې په لومړيو کې به خپل دريځ څرګند کړي.
ټاکل شوې ولسمشريزې ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شي. دغو ټاکنو ته د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون ١٨ تنو ځانونه نوماند کړي دي.
د ولسمشرۍ د ١٢ نوماندانو شورا تېره ورځ يوه اعلاميه خپره کړه.
د دولت، نوماندانو، ټاکنيزو بنسټونو او سياسي ګوندونو او مدني ټولنو تر منځ د همکارۍ فضا برابرول، ډ ټاکنيزو بنسټونو په چارو کې د لاسوهنو مخنيوى، له ټاکنو د څار چارو پياوړتيا، د روان کال د غبرګولي له لومړۍ نېټې د ملکي او پوځي چارواکو د مقررۍ او عزل لغوه کول،  له قانون سره په ټکر کې کمپاينونو مخنيوى، د ولسمشر او حکومت د نمايشي کړنو لکه ولايتي سفرونه   او نورو درول او د رسنيو له خوا ټولو نوماندانو ته يو شان ونډه ورکول، په ياده اعلاميه کې د نوماندانو شورا له غوښتنو څخه دي.
د ولسمشريزو ټاکنو نوماند او د يادې شورا غړي احمدولي مسعود هم نن کابل کې خبريالانو ته وويل چې  تېره ورځ د ولسمشريزو ټاکنو ګډې شورا په ناسته کې پرېکړه و شوه چې که حکومت د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو په موخه د هغوى غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي، د زمري مياشتې په لومړيو کې به د ټاکنو په تړاوو خپل دريځ روښانه کړي.
هغه دعوه وکړه چې "حکومت د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په مهندسۍ" بوخت دی او له دولتي امکاناتو څخه په ګټه اخيستنې سره ټاکنيز کمپاينونه کوي.
دغه راز هغه وويل:"د ټاکنو او سولې، دواړه موضوعات شفاف نه دي، موږ او د افغانستان خلک په جريان کې نه يو چې څوک له چا سره سوله کوي، څنګه سوله کېږي؛ ټاکنې لومړيتوب لري او که سوله، ايا ممکن ده چې په هېواد کې رڼې ټاکنې ترسره شي؟ په دې اړه هېچا ځواب نه دی ورکړى او نه ځواب ورکوي."
د ياد ټاکنيز ټکټ لومړۍ مرستيالې فرېدې مومند هم پر حکومت تور پورې کړ چې  په ډېرو برخو کې يې اساسي قانون له پامه غورځولی دی.
هغې وويل:"د ملي يووالي حکومت يو ناکام حکومت دی، هېڅ لاسته راوړنې نه لري، پرته تر دې چې د وروڼو قومونو تر منځ يې تفرقه اچولې ده."

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.