کابل (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٨): د مالیې وزارت وایي چې د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو په بودیجه کې هېڅ ستونزه نشته.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون په دې وروستیو کې له بودیجوي ستونزو شکایت کړی دی.
د مالیې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ټاکنو کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدو  کمېسیون د غوښتنې مطابق یې چې د ۶.۹۶۴،۵۱۶،۱۸۳ افغانیو غوښتنه یې کړې وه، مالیې وزارت د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو لپاره ۵.۹۴۵،۰۵۲،۰۲۵ میلیارد افغانۍ د ټاکنو کمېسیون ته چې د رایې ورکوونکو د تقویتي نوم لیکنه، د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو د لومړۍ دورې او د امکان په صورت کې د دویمې دورې عملیاتي بودیجه په کې شامله ده، موافقه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، پاتې ۱۳۸،۴۰۴،۲۳۸ میلیون افغانۍ یې د ښځو تلاشي کوونکو لپاره او ۸۸۱.۰۵۹،۹۲۰ میلیون افغانۍ یې ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدو له کمېسیون سره موافقه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، ټاکنیز کمېسیونونه کولای شي د هغو د غوښتنې لپاره اقدام وکړي او مالیه وزارت به یې د ورکړې په برخه کې ګام واخلي. سربېره پر دې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام له لارې نړیوال همکاران د ۵۹ میلیون امریکايي ډالرو مرسته کوي چې پروسه یې د بشپړېدو په حال کې ده.
سرچینې لیکلي، نو ځکه د ټاکنو د ترسره کېدو پر وړاندې هېڅ ډول ستونزه نشته.
د دې تر څنګ مالیې وزارت د بودیجوي اسانتیاوو لپاره د دې برخې څلور متخصصین کمېسیون ته ور پېژندلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، مالیې وزارت نن ټاکنو کمېسیون ته د ۱۷۸۶۵ بایومتریک ماشینونو د پېرلو لپاره خپله رسمي لیکلې موافقه ولېږله.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.