کابل (پژواک، ١٥ چنګاښ ۹۸): معترضې نوماندانې چې امنیتي سرتېرو یې په کابل کې د تحصمن خېمه ټوله کړې، ادعا کوي چې پولیسو وهلې ټکولې او باید حیثیت یې اعاده شي.
د ولسي جرګې د یو شمېر ښځینه معترضو نوماندانو له څه باندې ۸۰ ورځو راهیسې د ارګ په ورودي دروازه کې د تحصن خېمه وهلې وه، خو وړمه شپه یې د کابل پولیسو په زور خېمې ټولې کړې او معترضین یې له سیمې لرې کړي دي.
یادې ۱۲ ښځینه معترضې نوماندانې په هرات، کندوز، ننګرهار، هلمند، بغلان، میدان وردګو او کوچیانو حوزو پورې اړوند دي.
دوی له حکومته غوښتي وو چې غوښتنو ته یې رسېدنه وکړي او د دوی د اسنادو او مدرکونو د ارزونې لپاره دې د ځانګړې محکمې د جوړېدو حکم صادر شي.
یادې معترضې نوماندانې نن (شنبه) د لویې څارنوالۍ له ورودي دروازې سره په اعتراضي بڼه راټولې او خپلو حقونو ته د رسېدو غوښتنه یې کوله او ویل یې، د حیثیت اعاده یې باید وشي.
له هلمند ولایت څخه د ولسي جرګې معترضې نوماندې نجیبې فایض هلمندۍ د نورو په استازيتوب وویل، امنیتي سرتېرو یې تېره جمعه د تحصن خېمه په زور ټوله کړې ده.
هغه ادعا وکړه چې پولیسو د خېمې ټولولو پر مهال معترضې نوماندانې وهلې ټکولې دي.
فایض زیاته کړه: ((نن راغلې یو چې له موږ سره د نارینه او ښځینه پولیسو د غیر انساني چلند په اړه د حیثیت اعاده وکړو او خپلې مبارزې ته دوام ورکړو.))
پژواک هڅه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت او کابل د امنیه قوماندانۍ له مسوولینو سره په دې تړاو خبرې وکړي، خو له پرله پسې هڅو وروسته هم په دې کار بریالي نه شو.
د پکتیکا معترضې نوماندې هیلې مجتبی وویل، دوی د خلکو له رایو د دفاع لپاره د تحصن خېمه وهلې وه او دولت هڅه وکړه د معترضو نوماندانو ترمنځ فې اتفاقي رامنځته کړي، خو بریالی نه شو. هغې هم وویل چې پولیسو نوماندانې وهلې ټکولې دي.
هغې وویل: ((موږ خپل اعتراض ته دوام ورکوو ترڅو زموږ حق راکړل شي، ځکه د یادو معترضو نوماندانو غوښتنې ناقانونه نه دي.))
نوموړې له حکومته وغوښتل چې یوه کمېټې ته دې د معترضو نوماندانو ستونزو ته د رسېدو دنده ورکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، د یادو معترضو نوماندانو د خېمې تر ټولولو مخکې یو کس چې غوښتل یې د تحصن خېمې نږدې ځانمرګی برید وکړي، د پولیسو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته ټپي او نیول شوی دی.
خو هیلې مجتبی وویل، په یاد سیمه کې د ځانمرګي برید کوم هوډ نه و، بلکې دا د حکومت یوه دسیسه وه چې غوښتل یې معترض نوماندان وډار کړي او سیمه پرېږدي.
هیلې زیاته کړه، معترضو نوماندانو نن خپلې عریضې لویې څارنوالۍ ته وسپارلې.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادو معترضانو عریضه یې اړوند شعبې ته راجع کړې او دغه موضوع څېړل کېږي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.