کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۹۸): د ملي يووالي حکومت اجرايیه رییس د امنیتي سرتېرو اصلي دنده د امنیت ټينګښت او د رڼو ټاکنو د زمینې برابرول بولي او وايي چې هېڅ امنیتي چارواکی د کوم ځانګړي نوماند د پلوۍ حق نه لري.
 اجرايیه رییس عبدالله عبدالله نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدل مهم وبلل او د هېواد له امنيتي سرتېرو یې وغوښتل چې په راتلونکو ټاکنو کې خپله بېطرفي وساتي او د قانون له مخې خپلې دندې ترسره کړي.
 هغه زیاته کړه: ((د وزیر، مرستیال، قوماندان او سرتېري په ګډون هېڅ امنیتي او دفاعي منسوب په ټاکنیزو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري او دنده یې د قانون له مخې د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د زمینې برابرول دي.))
 نوموړي وویل، دا له قانون څخه ښکاره سرغړونه ده چې کوم نوماند په شعار کې د ټاکنو پر مهال د هېواد له امنیتي سرتېرو د بې طرفۍ اعلان وکړي خو په عمل کې ترې د همکارۍ تمه ولري.
 عبدالله د پولیسو پر بې طرفۍ او مسلکي چلند ټینګار وکړ او ویې ویل: ((نظامي سرتېري حق لري چې رایه ورکړي، خو دا حق نه لري چې خلک د ځانګړي نوماند لپاره رایې ورکولو ته اړ باسي.))
 اجرايیه رییس د ټاکنو ترسره کېدل د امنیتي سرتېرو پر وړاندې لویه ازموینه وبلله او ویې ویل، هیله ده په دې ازموینه کې بریالي شي.
 نوموړي له اداري فساد سره مبارزه په ټولو سکتورونو کې مهمه وګڼله او زیاته یې کړه، له اداري فساد سره مبارزه په امنیتي سکتورونو کې ځانګړی ارزښت لري.
 نوموړي ددې په روښانولو چې اداري فساد دیوې تخریب کوونکې پدیدې په توګه د نظام ستنې کمزورې کوي زیاته کړه، د اداري فساد موجودیت د هېوادوالو پر امنیت هم منفي اغېز کوي.
عبدالله د خیالي پولیسو موجودیت ته په اشاره وویل: ((له بده مرغه خیالي پولیسو زموږ د امنیتي سرتېرو شهرت ته زیان رسولی، ددې موضوع حل د پولیسو له کاري لومړيتوبونو ده او تل پاتې پاملرنه غواړي.))
 د حکومت اجرایيه رییس د ملي يووالي حکومت ملاتړ د اصلاحاتو بهیر اعلان کړ او زیاته یې کړه، د یادو ستونزو حل ډېر هڅو ته اړتیا لري.
 دغه لوړ پوړي حکومتي چارواکي نشه يي توکي د بشریت لپاره ورانوونکې پدیده وبلله او ویې ویل، دغه شومه پدیده په افغانستان کې پر امنیتي او ټولنیزو ننګونو بدله شوې ده.
 د یادونې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ۱۸ نوماندانو تر منځ ټاکنیزې سیالۍ د روانې میاشتې په شپږمه نېټه پیل او تر راتلونکو ۶۰ ورځو به دوام ولري.
د ټاکنو له مهال وېش سره سم راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه ترسره کېږي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.