کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ۹۸): ټاکنیز کمېسیونونه د روان کال د تلې د میاشتې ولسمشرۍ ټاکنو ته د بشپړ چمتووالي خبر ورکړ او له سیاسي ګوندونو، د څار بنسټونو او نوماندانو یې وغوښتل چې د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې ورسره همکار پاتې شي.
د ټاکنیزو کمېسیونونو د رهبرۍ غړو یاد مطلب نن په کابل کې ګډې خبري ناستې ته په ډاګه کړ او ویې ویل، د دغه ستر ملي بهیر پر وړاندې ستونزې پېژندل شوې او د حل لپاره یې هڅې پیل شوې دي.
د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ وویل چې د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو لپاره ټولې ټاکنیزې چارې د ټاکنیزو کمېسیونونو په همغږۍ ترسره کېږي.
هغې زیاته کړه، تر اوسه د ټاکنیزو کمېسیونونو رهبرۍ د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو لپاره توانېدلي چې عملیاتي پلان، جذب، کړنچارې او اړوند لوایح ترتیب او تصویب کړي.
بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رییسې زهرې بیان شینوارې یادې ناستې ته وویل، ټاکنیز کمېسیونونه د ټاکنو په بهیر کې اړوندو لوریو، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو او هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د راتلونکو ټاکنو په ترسره کېدو کې جدي دي او ټاکنیزې چارې د یو بل په همغږۍ ترسره کوي.
د دواړو کمېسیونونو په هغې ګډه ويناپاڼه کې چې په یاده ناسته کې ولوستل شوه، راغلي چې د قانون مطابق د ټاکنو ترسره کول منل شوی ملي ارزښت او په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د لاسته راوړنو او نړیوالو مرستو یوه برخه ده.
د ويناپاڼې په یوه برخه کې په بریالي ډول د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کول د ټاکنیزو کمېسیونونو په ټاکنو پورې د اړوند لوریو اساسي دنده بلل شوې او ویل شوي، په شفاف، بې طرفه او ښه مدیریت سره د دغه بهیر ترسره کول کولای شي په ټولنه کې د تلپاتې سولې لپاره زمینه برابره کړي.
سرچينې زیاته کړې، ټاکنیزو کمېسیونونو په همغږۍ او ګډو همکاریو او په ټاکنیزو چارو پورې ټولو اړوند لوریو د دغه بهیر پر وړاندې عمده ستونزې پېژندلې او له تېرو تجربو څخه په استفاده به یې حل او په ولسمشرۍ ټاکنو کې به د خلکو پراخ ګډون ته زمینه برابروي.
دغه راز په ويناپاڼه کې راغلي، له قانون سره سم نړیوال بنسټونه، اړوند دولتي ارګانونه، د مدني ټولنو بنسټونه، ايتلافونه او سیاسي ګوندونه، رسنۍ او نوماندان په ټاکنو بهیر کې اغېزمن رول لري، نو ځکه د ټاکنیزو کمېسیونونو مشرتابه د دغې همکارۍ په درک کولو سره په ټاکنو پورې له اړوندو لوریو تمه لري چې له دوی سره پر همغږۍ د دغه ملي بهیر د ترسره کېدو په برخه کې له دوى سره مرسته وکړي.
ټاکل شوې چې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.