Add new comment

يوناما از هدف قراردادن کارمندان کميسيون انتخابات ابراز تاسف کرد

کابل (پژواک، ٣ تله ٩٨): ملګري ملتونه وايي، د رایې ورکونې پر مرکزونو او هغو ملکي وګړو چې په ټاکنیزه پروسه کې ونډه اخلي، پر وړاندې بریدونه له نړیوال قانونه ښکاره سرغړونه او ممکن جنګي جرمونه حساب شي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د رایې ورکولو په درشل کې په افغانستان کې ملګري ملتونه له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي چې د وګړو لپاره د شرایطو په برابرولو کې خپله ونډه واخلي، څو په خوندي ډول د رایې ورکولو او د باور وړ له ټاکنیزې پروسې ډاډ ترلاسه شي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو يوناما دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې د دې ادارې مشر تدامیچي یاماموتو ويلي: "رایې ورکوونکو ته باید له وېرې، ډارونې او پرته له کوم تاوتریخوالي فرصت ورکړل شي چې له خپل قانوني حق څخه په ګټې اخیستنې د رایې په ورکولو سره په سوله ییز ډول خپل سیاسي مشرتابه وټاکي. "
هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړى چې په ټاکنو کې له هر ډول لاسوهنې ډډه وکړي او په ځانګړي ډول د رایې ورکوونکو او په ټاکنو کې د ټولو ښکېلو ملکيانو خوندیتوب ته پام وکړي.
یاماموتو چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) مشر هم دی، ټینګار وکړ چې په ټاکنو کې برخه اخیستنه یو مدني فعالیت دی.
نوموړي په ډاګه کړه چې د رایې ورکونې پر مرکزونو او هغو ملکي وګړو چې په ټاکنیزه پروسه کې ونډه اخلي، پر وړاندې یې بریدونه له نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده او ممکن جنګي جرمونه حساب شي.
سربېره پر دې، نوموړي ټینګار وکړ چې د داسې جرمونو له مرتکبینو سره باید حساب وشي او له طالبانو یې وغوښتل چې له هرې هغې کړنې چې د ټاکنو د ګډوډولو لامل کېږي، ډډه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د کمپاین په دوره کې د ټاکنو اړوند دوه ستر بریدونه ترسره شوي چې ملکي وګړو ته یې دروند زیان اړولی دی.
تېره اوونۍ، د سپټمبر په ۱۷مه طالبانو په پروان کې د ولسمشر اشرف غني د انتخاباتي جلسې په ځای کې د یو ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه واخیست.
سرچينې زياته کړې، په برید کې ۳۰ ملکیان ووژل شول او ۵۱ نور ټپيان شول.
د جولای په ۲۸ مه په کابل کې د زرغون بهیر پر مرکزي دفتر په برید کې۲۱ ملکي وګړي ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول چې مسوولیت یې هېڅ کومې ډلې پر غاړه وانه خیست.
يوناما ويلي، لکه څرنګه چې د رایې ورکونې ورځ را نږدې شوې، د بلواګرو له خوا د شرایطو وړ رایه ورکوونکو ته د ګواښونو راپورونه ډېر شوي چې په ټاکنو کې د ښکېلېدو لپاره ورته د غچ اخیستو ګواښونه کېږي.
ملګري ملتونه پر ملکي وګړو بریدونه او همدارنګه ټول بې توپیره قصدي بریدونه غندي. سربېره پر دې ملګري ملتونه پر ټولو خواوو غږ کوي چې د انتخاباتي دورې په اوږدو کې شخړه کمه کړي او پر بېړنيو اقداماتو لاس پورې کړي چې په هر ډول پوځي عملیاتو کې ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي.
یوناما د ټاکنو په ورځ او مخکې له ټاکنو د حساسو توکو رسول او د رایې ورکونې د ځایونو د امنیت په ټینګښت کې د امنیتي ځواکونو له خوا د ترسره شوي کار ستاینه کوي څو د ښځو په ګډون ټول افغانان وکولای شي چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
ملګرو ملتونو دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې وسله والو طالبانو پر ټاکنيزو مرکزونو د بريدونو ګواښ کړى او له خلکو يې غوښتي چې په ټاکنو کې برخه وانه خلي.
ټاکل شوې ده ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ د تلې په ٦مه ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.