کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان د هېواد ۲۳ ولایتونو ته د حساسو موادو د لېږد خبر ورکوي، خو وايي چې په ځینو ولایتونو کې ګواښوونکي امنیتي وضعیت اندېښمن کړي دي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالوېش پر اساس، ټاکل شوې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې ۱۷ ورځې وروسته (د تلې په ۶مه) تر سره شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرپرست ویاند ذبېح الله سادات نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ۲۳ ولایتونو له ډلې تر اوسه هرات، فراه، بادغیس، زابل، نیمروز، هلمند، اروزګان، کندهار، بغلان، کندوز، بلخ، فاریاب،جوزجان، سرپل، سمنګان، تخار، بدخشان، پکتیکا، بامیان، غور، دایکنډي، میدان وردګو او غزني ته حساس مواد رسېدلي دي. 
هغه پکتیا او خوست ولایتونو ته د حساسو مواو د بسته بندئ خبر ورکړی او ویلي یې دي چې نن چهارشنبې به دغو ولایتونو ته یاد مواد استول کېږي.
نوموړی وایي، کمېسیون هوډ لري چې په راتلونکو دو ورځو کې پاتې ټولو ولایتونو ته حساس مواد ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش له مخې له مرکزي دفتر څخه ولایتونو ته د حساسو مواد لېږد د وږي په ۸مه پیل او د همدې میاشتې په ۲۲مه به بشپړ شي چې د وږي له ۲۲مې د میزان تر ۶مې دا مواد له ولایتي مرکزونو څخه د رایې ورکولو مرکزونو ته رسول کېږي.
سادات په داسې حال کې چې په هېواد کې د ځینو ولسوالیو امنیتي وضعیت ته اندښمن و وویل، ددې بنسټ لویه اندېښنه د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکو تر منځ جګړه ده؛ خو امنیتي ځواکونو د امنیت ساتنې ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د سیمه ییزو پولیسو رئیس عبدالمعین معین ویلي وو، د ټاکنو په بهیر کې د خلکو مرسته اړینه ده.
هغه زیاته کړې وه:« په اوسني وضعیت کې چې په هېواد کې جګړه روانه ده د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو او امنیت د ټینګښت لپاره د خلکو مرستې ته اړتیا ده.»
امنیتي ځواکونه په داسې حال کې د ټاکنو د ورځې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو په شمال کې پر ځینو ولسوالیو بریدونه زیات کړي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.