Add new comment

يوناما از هدف قراردادن کارمندان کميسيون انتخابات ابراز تاسف کرد

کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٨): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره په سختو شرایطو کې چمتووالي ته د هرکلي ترڅنګ ويلي چې نړيواله ټولنه د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو بشپړ ملاتړ کړي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمريز کال د تلې په ٦مه ترسره شي، پرون د کورنيو چارو وزارت وويل چې بشپړ چمتووالى يې نيولى او شاوخوا سل زره امنيتي سرتېري به يې امنيت نیسي.
د یوناما دفتر له خوا د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د ټاکنو له خپلواک کمېسیون، د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون، له مدني ټولنو، نوماندانو او له نورو ټولو ښکېلو ادارو چې د باوري او رڼو ټاکنو لپاره کار کوي، غوښتنه کوي چې له رایې ورکولومخکې خپلې هڅې دوه برابره کړي، څو ټول پر شرایطو برابر افغانان له خپل قانوني حقه په ګټې اخیستو د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په دې اړه وايي: "د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستۍ اوونۍ په غونډه کې د استازو یو قوي او روښانه پیغام دا و چې نړیواله ټولنه د افغانستان له ولسمشرۍ ټاکنو په بشپړ ډول ملاتړ کوي".
سرچينې زياته کړې، په هر ډول، پر ټاکنو باور د ټولو ښکېلو ادارو ټولیز مسوولیت دی، نه یوازې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، نوماندان، د مدني ټولنې سازمانونه، رسنۍ، عالمان او نور په دې برخه کې مهم رول لري چې باید ترسره یې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: "دوى بايد لږ تر لږه رایه ورکوونکي وهڅوي چې د سپټمبر په ۲۸مه له خپل ډیموکراتیک حق څخه په ګټې اخیستنې خپله رایه وکاروي.
هېڅوک د دې حق نه لري چې د رایی ورکولو لپاره له راجسټر شوو افغانانو د رایي حق واخلي. "
ياماموتو ويلي: "باوري ټاکنې په ولسواکۍ کې د زړه حیثیت لري او د رایې ورکولو حق له بېلابېلو لارو په افغانستان کې د تېرو ۱۸ کلونو په اوږدو کې د ډیموکراتیک پرمختګ ستره نښه ده." "رایه ورکول یوازې د مدني مسوولیت خبره نه ده، بلکې په افغانستان کې د لاسته راوړنو د ساتنې او له سوله ییزو سیاسي پروسو د ملاتړ ښودلو یوه لاره ده. "
یوناما ژمنه ده چې له خپل ماموریت او واک سره سم د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د باوري، رڼو او ټول شموله ټاکنو په ترسره کولو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنو د شکایتونو له کمېسیونو سره مرسته وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، روڼتیا د ټاکنو د اعتبار لپاره خورا اړینه ده او ملګري ملتونه له بېلابېلو بنسټونو څخه د ملي ناظرینو د لوړو شمېرو یادونه کوي چې د ټاکنو په ورځ به د راېې ورکولو په مرکزونو کې حاضر وي.
يوناما نوماندانو ته یادونه کړې چې د تلې له شپږمې نېټې مخکې خپلو استازو ته اعتبارلیکونه ترلاسه کړي څو دوی وکولای شي د رایې ورکولو بهیر وڅاري او د ټاکنیزې پروسې د روڼتیا په ساتلو کې خپل مهم رول ولوبوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، له ټولو کاندیدانو او رایې ورکوونکو تمه کېږي چې د ټاکنو د روڼتیا په خوندیتوب کې خپله ونډه ترسره کړي او په هېڅ ډول ټاکنیزو بې نظمیو کې ښکېل نه شي.
په هر حالت کې که چېرې په کمېسیون کې د بې نظمیو په اړه اندېښنې شتون ولري، نو ژر تر ژره باید د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره اړیکه ونیول شي، څو په دې برخه کې ګړندۍ او سمې پلټنې ترسره کړي.
یوناما د ټاکنو په ورځ او له هغه مخکې د ټاکنو د حساسو موادو د وېش او د رایې ورکونې د ځایونو د امنیت په تامین کې د امنیتي ځواکونو له خوا د ترسره شوي کار ستاینه کوي، څو د ښځو په ګډون ټول افغانان وکولای شي په ټاکنو کې برخه واخلي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.