Add new comment

کابل (پژواک، ۴ تله ۹۸): پر ټاکنو د څار بنسټونه په هېواد کې د ټاکنو بهیر د څار لپاره له ۱۱زرو د ډېرو کسانو د ګومارنې خبر ورکوي او وايي چې د دغه بهیر پر وړاندې لاهم جدي اندېښنې موجودې دي.
راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته ۱۸ کسان نوماند دي چې درې کسان د یوه نوماند په ګټه له نوماندۍ تېر شوي او محمد حنیف اتمر په ټاکنو کې د نه ګډون پرېکړه کړې او ویلي یې دي چې له هېڅ مشخص نوماند څخه ملاتړ نه کوي.
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې «فیفا» اجرایوي رییس محمد یوسف نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، دغه بنسټ په ټول هېواد کې د ټاکنو بهیر د څار په موخه شپږ زره کسان ګومارلي دي.
هغه په یاد بهیر کې د خلکو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه او ویې ویل، د خلکو ګډون د دغه بهیر د روڼتیا لامل کېږي، خلک باید په ټاکنو کې ګډون وکړي او خپل برخلیک وټاکي.
هغه په مرکز او ولایتونو کې له حکومتي چارواکو وغوښتل چې په یاد بهیر کې د روڼتیا او عدالت د تامین لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي.
دغه راز نوموړي وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې د سرغړونې، درغلۍ او ټاکنیزو جرمونو د لیدو په صورت کې د شکایت ثبت نه انتظار نه باسي او یاد موارد دې تر څېړنې لاندې ونسي.
رشید له جزئیاتو پرته وویل: ((د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان دې خپلو خبرو او پیغامونو ته متوجه وي او دغه بهیر باید په سوله ییز ډول ترسره شي او د وحشتناکو پیغامونو له ورکولو دې ډډه وکړي.))
نوموړي له نوماندانو وغوښتل چې خپل پلویان پوه کړي څو درغلي ونه کړي او پرېږدي چې حق حقدار ته ورسېږي.
هغه ناامنۍ، له بایومتریک ماشینونو د سمې کارونې په اړه د ډاډ نه شتون، د ښځو د رایې ورکونې په محلونو کې د ښځو کارکوونکو کمښت، په اووه ولایتونو کې د مخابراتي شبکو پرې کول او نور د دغه بهیر اندېښمن کوونکي موارد ګڼي او له اړوند بنسټونو غواړي چې یادو مواردو ته جدي توجه وکړي.
دغه راز نوموړي په ډاګه کړه چې د ټاکنو په ورځ د خلاصو او تړلو مرکزونو امنیتي اروزنه په رښتینې ډول نه ده ترسره شوې.
نوموړي د بېلګې په ډول د لوګر ولایت د رایې ورکونې په یوه مرکز کې په داسې حال کې د ۱۳ زره رایې ورکوونکو لپاره تیاری نیولی چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې په دغه مرکز کې له ۱۱۰۰ ډېرو کسانو رایې نه دي ورکړې.
هغه دغه راز له یاد بهیر څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه او په دې اړه یې اندېښنه څرګنده کړه چې په کابل کې د رایې ورکونې په مرکز کې بهرني څارونکي نشته.
دغه راز په افغانستان کې د رڼو ټاکنو «تیفا» بنسټ په کابل کې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه او ویې ویل، دغه بنسټ ۵۲۰۰ ته د ټاکنو د څار په اړه روزنه ورکړې او تیار دي چې په مسلکي، بېطرفه او خپلواک ډول د ټاکنو نظارت وکړي.
د تیفا اجرایوي رییس محمد نعیم ایوب زاده وايي چې دغه بنسټ د ټاکنو په ورځ د رایې ورکونې د مرکزونو، د رایې ورکونې او رایو د شمېر له بهیر څخه په همغه ورځ انلاین راپورونه ورکوي او د پایلو د فورم له مخې به ډېر ژر احتمالي پایلې اعلان کړي.
دغه بنسټ هم د ټاکنو په ورځ د ګډوډۍ او سازمان شوې درغلۍ، له ټاکنو مخکې د رایې ورکوونکو د نوملړ نه خپرول، په ښځینه محلونو کې د ښځو کارکوونکو کمښت، د بایومتریک ماشینونو په تړاو د رایې ورکوونکو نه پوهاوي، د ځانګړي نوماند په ګټه د امنیه قوماندانانو او والیانو لاسوهنه، ناامني او د رایې ورکونې د ډېرو مرکزونو تړل، د خلاصو او تړلو مرکزونو د اعلان په اړه سلیقه يي چلند، په یو شمېر ولسوالیو کې د نفوس او رایې ورکوونکو ترمنځ تناقص او د درغلۍ رامنځته کول، د ټاکنو کمېسیون د موقتو روزل شوو کارکوونکو کمښت، د بایومتریک ماشینونو د فعالیت په اړه ابهام، په یو شمېر ولایتونو کې د مخابراتي شبکو نه فعالیت او د ټاکنیزو مسوولینو ترمنځ د همغږۍ نشتون د تیفا عمده اندېښنې وبللې.
نوموړي له جزئیاتو پرته وویل، د خلاصو او تړلو مرکزونو په اړه ورکړل شوي معلومات حقیقت نه لري او یو شمېر والیان او امنیه قوماندان مکلف شوي چې د ځانګړي ټېم لپاره کار وکړي.
دی وايي، دغه موارد به مستند کېدو وروسته له ملت سره شریک کړي.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((د نمونې په ډول کولای شو د پکتیا او دایکنډي ولایتونو د والیانو او امنیه قوماندانو نوم واخلو.))
ایوب زاده د هېواد له امنیتی او دفاعي ځواکونو وغوښتل چې د ځانګړي ټېم په ګټه کار ونه کړي.
نوموړي د طالبانو اخطاریه، د شپې پاڼو خپرېدل او د محلونو په کچه د جوماتونو له لارې د وسله والو مخالفینو تبلیغات هم یاد کړل او له امنیتي سرتېرو یې غوښتنه وکړه چې ګواښونو ته متوجه وي، ځکه د دوی په خبره، ګواښونه په دغه ملي بهیر کې د خلکو د ګډون د کموالي لامل کېږي او د خلکو کم ګډون کولای شي د دغه بهیر مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.
هغه وايي، د مخابراتو شبکو قطع کېدل د اطلاعاتو رسول له ستونزو سره مخ کوي او باید د مخابراتي شبکو له مسوولینو سره خبرې وشي چې د ټاکنو په ورځ د وسله والو طالبانو په غوښتنه خپل انتنونه خاموش نه کړي.
ایوب زاده د ټاکنو په ورځ د رایې ورکوونکو ښځو د انځور اخیستل او په ښځینه محلونو کې د ښځو کارکوونکو کمښت په دغه بهیر کې د ښځو د ګډون خڼد وباله او ویې ویل، د دغه بنسټ د ارزونو له مخې به په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښځو ګډون کم رنګ وي.
هغه زیاته کړه: ((که ښځې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي، په ښځینه محلونو کې د درغلۍ لپاره زمینه برابرېږي.))
یاد بنسټونه وايي، د دوی د موندنو له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو په ټاکنیزو کمپاینونو کې له ټاکلې اندازې ډېرې پیسې مصرف کړې او د دوو ځانګړو ټيمونو په ګټه له دولتي امکاناتو څخه استفاده شوې، قومي موضوعاتو ته لمن وهل شوې، نوماندانو دوکه کوونکې ژمنې کړې او فعالیتونه یې تر مرکز او ښارونو محدود وو.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنو کمېسیونونو او امنیتي ارګانونو د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د لازم تیاري خبر ورکړی و.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.