Add new comment

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٨): ولسمشر غني په ولسمشرۍ ټاکنو کې د خپلې رايې له کارولو وروسته پر دې باندې په ټينګار سره چې هېڅ تخلف د منلو نه دى، وايي چې سږنۍ ټاکنې د ملي یووالي پر ټاکنو بدلې شوې او د رایو د بانکونو په له منځه تلو سره د ولس ملي ارادې ته لا زیاته زمینه برابره شوې ده.
نوموړي، نن سهار د اماني لېسې د رايې ورکولو په مرکز کې  خپله رایه ورکړه.
ولسمشر غني چې د هېواد لومړۍ مېرمن او د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح یې ملتیا کوله، له رایې ورکولو وروسته  وویل، د خدای (ج) شکر ادا کوي چې نن د افغانستان اسلامي جمهوریت دوام د ولس په ازاده رایه عملي کېږي.
هغه زیاته کړه، جمهوریت تېر کال زموږ په ملي قاموس کې پر کلیدي کلمه بدل شو او د افغانستان ولس جمهوریت حیاتي وباله او د جمهوریت بقا په ټاکنو کې ویني.
نوموړي ازاد او اباد افغانستان ته د خلکو له ژمنتیا او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنو ته په اشارې وویل: ((امنیتي او دفاعي ځواکونو د نظام او ولسواکۍ د ساتنې لپاره خپل ځانونه له سرښندنو نه دي درېغ کړي او خصوصاً په دوو وروستیو میاشتو کې یې د ټاکنو د امنیت  لپاره ډېر کوښښونه وکړل او موږ پر خپلو ژمنو او رضاکاره ځواکونو ویاړو.))
ده د ټاکنیزو کمپاینونو د قربانيانو ارواوو ته د دعا پر مهال وویل، په پروان، کندهار، هلمند او نورو ځایونو کې زیات قربانيان د دولت جوړوونکي ټیم کسان وو چې د ازادۍ د لارې د قربانيانو په توګه به د دوی خاطرې د ولس په یاد کې وي.
هغه همدارنګه د ولسمشرۍ ټاکنو له ټولو نوماندانو چې په ټاکنو کې یې ګډون کړی او خصوصاً له هغوی څخه چې د دولت جوړوونکي ټيم په ګټه تېر شوي، مننه وکړه.
غني څرګنده کړه، د ویاړ ځای دی چې د ټاکنو زیاته برخه د دولت له بودجې تمویل شوې او همدارنګه یې له اروپا، جاپان، امریکا او نورو بین المللي شریکانو او د ټاکنو پروسې له تمویلوونکو په مننې د ټاکنو د شفافیت لپاره د نړیوالې ټولنې، مدني بنسټونو او رسنیو پاملرنه، څارنه او رول مهم وبلل.
ولسمشر وویل، سږنۍ ټاکنې د ملي یووالي پر ټاکنو بدلې شوې او د رایو د بانکونو په له منځه تللو سره د ولس ملي ارادې ته لا زیاته زمینه برابره شوې ده.
هغه په ټینګار سره وویل، هېڅ تخلف د منلو وړ نه دی؛ تقلب د قانون خلاف عمل او جرم بلل کېږي او د ټاکنو په قانون کې جرم واضح تعریف شوی دى.
هغه له ټولو افغانانو وغوښتل چې د تقلب مخه ونیسي.
اشرف غني د ټاکنو کمېسیون مسوولینو ته د ټاکنو پروسې د ښه پیل مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې د ورځې تر پایه پورې همداسې دوام وکړي.
هغه زیاته کړه، د شکایتونو مرجع د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دی چې هر شکایت ته به رسېدنه وکړي.
محمد اشرف غني په ټاکنو کې د ښځو د حضور هرکلی وکړ  او ويې ویل، سوله د ولس لومړنۍ غوښتنه ده او د ټاکنو ترسره کېده د باعزته او تلپاتې سولې تامین ته چې د ولس اساسي غوښتنه ده، زمینه برابروي.
دى وايي: "زموږ طرحې تطبیق ته تیارې دي، د ولس ارادې ته منتظر یوو چې واک راکړي."
نوموړي یو ځل بیا له ټولو هېوادوالو څخه جمهوریت ته د ژمنتیا او د رايې ورکولو په پروسه کې د ګډون له امله مننه وکړه او وې ویل، د پنځو کالو بااقتداره دولت به د ولس استازیتوب او خدمت وکړي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.