کابل(پژواک، ۳ تله ۹۸): د ټاکنو کمېسیون او امنيتي مسوولین  په داسې حال کې په ډاډمنه فضا کې د ټاکنو د ترسره کېدو خبر ورکړ چې تر اوسه د رایې ورکولوپه ۱۴۵۰ مرکزونو کې ښځینه کارکوونکې موجودې نه دي.
 د ټاکنو د مهال وېش له مخې ټاکل شوې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شي.
د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته پر ټاکلې نېټه د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د تیارۍ خبر ورکړ او ویې ویل، ټولې چارې له مهال وېش سره سمې ترسره شوې دي.
هغې زیاته کړه: ((همغږي موجوده ده او د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره بشپړ تیاری نیول شوی او راتلونکې شنبې ټاکنې ترسره کېږي.))
نوموموړې دې ته په اشاره چې د ټاکنو ترسره کېدل په هېواد کې شته ستونزې حل کوي له هېوادوالو وغوښتل چې په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ هم د ټاکنو په ورځ د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو بې طرفۍ ته په اشاره وویل: ((د ټاکنو په ورځ د کارکوونکو تېروتنه او لټي د منلو وړ نه او کارکوونکي باید دې ته متوجه وي.))
بلخوا د کورنیو چارو وزارت ارشد معین خوشحال سادات یادې ناستې ته وویل، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره جدي امنيتي تدابیر نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه: ((هېوادوالو ته ډاډ ورکوم او هڅوم یې چې په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي))
نوموړي امنیتي سرتېري بې طرفه وبلل او ویې ویل، امنیتي سرتېري مکلف دي چې په بشپړه بېطرفۍ د ولسمشرۍ ټاکنو امنیت وساتي.
خوشحال ددې په روښانولو چې که وسله والو مخالفینو ته قران کریم هم مخکې کړې دوی د خبرو پر مېز د امتیاز اخیستو لپاره خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، خو امنيتی سرتېري د ټاکنو د ورځې د امنیت ساتنې لپاره جدي تدابیر نیولي دي.
خو د ټاکنو کمېسیون کمېشنر محمد حنیف دانشیار چې یادې ناستې ته د خبرو پر مهال د رایې ورکولو په ۱۴۵۰ مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو د نه موجودیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، د رایې ورکولو په ځینو محلونو کې د ښځینه کارکوونکو نه جذب د اندېښنې وړ دی.
هغه زیاته کړه: ((موږ دغه اندېښنه لرله او تر پرونه مې په همغږۍ کار کړی،خو له بده مرغه ونه توانېدو چې د ښځو د رایې ورکولو له ټولو ۱۱ زره محلونو څخه ۱۴۵۰ محلونو ته چې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې موقعیت لري ښځینه کارکوونکې پیدا کړو.))
نوموړي وویل، د ټاکنو کمېسیون پرېکړه وکړه چې زیات عمر لرونکي کسان چې د سیمې د خلکو لپاره د منلو وړ وي استخدام کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.