کابل (پژواک، ٧ زمرى ٩٨): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) د ولسمشرۍ ټاکنو له کانديدانو غوښتي چې خپل کمپاینونه له قانون سره سم پر مخ بوځي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) له خوا د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په داسې حال کې چې پرون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د کمپاین دوره پیل شوې، له ټولو کاندیدانو او د هغوی له پلویانو هیله کېږي چې خپل کمپاینونه د ټاکنو د قانون، د کاندیدانو لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کړنلارې او د ټاکنو کمېسیون له خوا د منل شوو اصولو پر اساس په عادلانه توګه ترسره کړي.