جلال اباد، اسعد اباد (پژواک٣٠سلواغه٩٢): په ننګرهار او کونړ کې د ولسمشرۍ د درېيو کانديدانو، سياف، زلمي رسول او شېرزي په ملاتړ غونډې وشوې.
په ننګرهار ولايت کې د استاد عبدالرب رسول سياف او محمد شفيق ګل اغا شېرزي په ملاتړ د سلواغې په ٣٠مه، دوه بېلابېلې غونډې ترسره شوې.
د استاد عبدالرب رسول سياف غونډه، چې د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ جوړه شوې وه، زرګونو کسانو پکې ونډه اخيستې وه.
ګډونوالو په يوه خوله د سياف ملاتړ کاوه او ويل يې چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوموړى وړ کانديد دى.