Add new comment

کابل(پژواک، ۶ زمری ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند محمد اشرف غني د خپلو ټاکنیزو سیالیو په لومړۍ ورځ طالبانو ته په خطاب کې وویل، په سپکه نظر نه درته ګورم او که تاسو په سپک نظر وګورئ پښېمانه به شئ.
نن یکشنبه په رسمي ډول د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو دوه میاشتنۍ ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

محمد اشرف غني نن د لویې جرګې په تالار کې د خپلو ټاکنیزو سیالیو په لومړۍ ناسته کې چې زرګونو کسانو په کې ګډون درلود ځان په هېواد کې د جګړې او وینې تویېدو د پای ته رسېدو مسوول وباله او زیاته یې کړه، هغو کسانو ته به چې سولې ته ژمن نه دي د سولې بهیر د تخریب اجازه ورنه کړي.
هغه ددې په څرګندولو چې په تېرو پنځو کلونو کې یې د سولې په برخه کې ستر ګامونه پورته کړي وویل، په تېرو څلوېښتو کلونو کې هېڅ نظام ونه توانېد چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره سوله وکړي، خو د ملي يووالي حکومت دا په عمل کې ثابته کړه.
 غني دې ته په اشاره چې اوربند کېدونکی، سوله راتلونکې او خبرې پیلېدونکي دي وویل: ((مذاکرات باید جدي، اصولي او قانوني وي، طالبانو ته مې پیغام دادی چې موږ درته په سپک نظر نه ګورو، مه ډارېږئ، هر افغان مو عزت او احترام کوي او که تاسو په سپک نظر وګورئ پښېمانه به شئ.))
 د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند طالبانو ته په خطاب کې وویل، سوله په خپلو تشریفاتي کارونو مه خرابوئ، اصلي موخه د وینې تویېدو پای ته رسېدل دي.
 هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، حکومت ځکه ملي يووالي رامنځته کړی څو خلک پوه شي چې موخه قدرت نه، بلکې خدمت ده  او چاته مو چې لېونی ویلو ومو لیدل چې د فولادو په شان حوصله یې څرګنده کړه.
غني وویل، داسې مهال د ټاکنو پر لور ګام پورته کوي چې یو شمېر سیاسي سیالانو یې فکر کاوه د افغانستان د خلکو په دې ستره او مهمه لاسته راوړنه معامله کېږي او حکومت د ټاکنو ترسره کېدو ته هېڅ اراده نه لري.

د ټاکنو دغه نوماند دې ته په اشاره چې په وروستیو څلورو کلونو کې د زور او ظلم سلطه کمزورې شوې له خپلو پلویانو وغوښتل چې یو ځل بیا واک ورکړي څو د قانون عدالت پلی کړي.
 غني د خپلو خبرو په یوه برخه کې له خلکو سره ژمنه وکړه چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د افغانستان هره ولسوالي برېښنا ولري او له درېیو تر څلورو کلونو به د ډیورنډ کرښې د هغه لوري کلي هم برېښنا ولري.
هغه په داسې حال کې چې افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې پر نورو تکیه وباله ژمنه وکړه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د هېواد نظامي قوه له داخلي امکاناتو تمویل کړي.
نوموړي د افغان کورنیو تقویه د خپل ټاکنیز ټېم لومړیتوب وباله او ویې ویل، له ښځو سره ژمنه یې یوازې د ژوند تغییر نه بلکې له نشه يي توکو سره سخته مبارزه د ه چې د هرې افغان کورنۍ فضا یې تریخه کړې ده.
 هغه روښانه کړه: ((زموږ ټاکنیز ټېم د ارادې ټېم دی، د قدرت د وېش، زرو او پیسو پر سر مو جګړه نه ده بلکې د خوښۍ، قربانۍ، هم فکرۍ، هم نظرۍ، د ملي يووالي رښتیني کولو او برابريو لپاره راغلي یو.))
غني د خپلو خبرو په پای کې دې ته په اشاره چې د تاریخ د بابونو د بشپړېدو لپاره یو ځل بیا ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شوی وویل، د جمهوریت د قوي کېدو، د هېوادوالو د حقونو خوندیتوب، دولت جوړونې، د هېواد د متخصصینو او نظر د خاوندانو د اقتصادي اند بشپړول، درک او عمل، د بشري قوا جوړول او قوي کول، د اسیا د څلور لاري او تمدنونو په توګه د افغانستان د تاریخي عظمت ژوندي کولو لپاره هڅې کوي او خپل ناتمام باب بشپړوي.

«د دولت جوړونې» لومړی مرستیال امرالله صالح د ناستې دویم ویناوال و.
 کله چې صالح غوښتل خبرې پیل کړي د ناستې یوه ګډونواله چې غوښتل یې پر نوموړي نیوکه وکړي د اشرف غني د ساتونکو له بد چلند سره مخ شوه، په ورته وخت کې د یوې رسنۍ کامره مین چې غوښتل یې ددغې صحنې ویډیو واخلي هم د غني د ساتونکو له فزیکي چلند سره مخ شو چې ددغه کار له امله د دې ناستې د خبري پوښښ لپاره تللو خبریالانو هم له ددغه پروګرام له پوښښه   لاس واخیست او یاد پروګرام یې پرېښود.
 دغه راز د ناستې یوه ځوان ګډونوال د اشرف غني د خبرو پر مهال نوموړي ته په خطاب کې په لوړ اواز ویل: ((ستاسو ټولې خبرې خلکو ته دوکه ورکول دي.)) د ناستې د ساتونکو له خوا له ناستې وایستل شو.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.