لښکرګاه (پژواک، ۳ زمری ۹۴): د هلمند د ولايتي شورا او مدني ټولنو غړي ادعا کوي چې يو شمېر دولتي چارواکي له انسان تښتوونکو سره لاس لري او هڅه کوي چې انسان تښتوونکي د پوليسو له منګلو خلاص کړي.
د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر فرهاد داوري د زمري په ٣مه خبريالانو ته وويل چې په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو له لوري يو شمېر انسان تښتوونکي نيول شوي دي.
هغه وايي چې د سيمه ييز چارواکو تر څنګ ځيني نور دولتي چارواکي هم هڅې کوي تر څو دغه انسان تښتوونکي د پوليسو له منګلو وژغوري.
خو هغه په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ.