لښکرګاه (پژواک ١٨ کب ۹۲): ولسمشرۍ ته د کانديد محمدشفيق ګل اغا شېرزي د تبليغاتي کمپاين دوه مسوولين د يوه بريد په ترڅ کې ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د هلمند او کندهار پر لويه لاره د دوه راهي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
ځواک وايي، د ګل اغا شېرزي د کمپاين دغو دوو مسوولينو غوښتل، چې له کندهاره هلمند ته ولاړ شي او هلته له خپلو ټاکنيزو غونډو او فعاليتونو ليدنه وکړي.