Add new comment

5 rebels, 2 Afghan troops killed in Herat incidents

 
هرات (پژواک،٢٥ زمرى٩٢): د هرات  په شينډنډ ولسوالۍ او تورغنډۍ ښارګوټي کې د نښتو او عملياتو په ترڅ کې پنځه وسله وال مخالفين او دوه د ملي اردو سرتيري وژل شوي، پنځه وسله وال او يو د سيمه ييزو پوليسو افسر ټپيان دي.
په هغه خبرپاڼه کې، چې نن د ايساف له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې، ويل شوي ، چې په شينډنډ کې د وسله والو مخالفينو يوې ډلې د ملي اردو پر ځانکړو ځواکونو بريد وکړ.
سرچينه وايي، چې په دغه بريد کې افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي، خو په متقابل بريد کې پنځه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
 ايساف وايي، چې په بريد کې د سيمه ييزو پوليسو يو افسر هم ټپي شوى ، چې د درملنې لپاره د شينډنډ روغتون ته ليږدول شوى دى.
 له بلې خوا د شينډنډ ولسوال لعل محمد عمرزي پژواک ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه د شينډنډ په زېر کوه سيمه کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو له خوا پيل شوي و ،چې نن غرمه پاى ته رسيدلي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې ، اووه نور وسله وال ژوندي نيول شوي او درې ميله وسله هم د کومانډو لاس ته وراغلې ده.
 په يوه بله پېښه کې د ملي اردو دوه سرتيري هم وژل شوي دي.
د هرات يوې امنيتي سرچيني ، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل، چې دغه سرتيري تېر ماښام په تورغنډۍ ښارګوټي کې د وسله والو طالبانو په کمين کې وژل شوي دي.
دده په وينا، په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ، خو تراوسه يې کره شمېره نه ده په ډاګه شوې.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.