لښکرګاه (پژواک۲۶ورى۹۳) : په هلمند کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د هغو ١٦ محلونو د رايې د بيا شمېرنې لړۍ پيل شوه ، چې په اړه يې شکايتونه شوي وو.
په دې ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر قدرت الله نقشبندي د وري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددغو صندقونو د بياشمېرنې غوښتنه له مرکز څخه شوې ده.
هغه زياته کړه، دغه محلونه چې شپږ يې د لښکرګاه له بېلابېلو مرکزونو څخه دي، درې په ناوه ولسوالۍ، يو په ناد علي، درې په ګرشک، دوه په ګرمسېر او يو په خانشين ولسوالۍ کې وو او په اړه يې شکايت شوی و.