لښکرګاه (پژواک ۶ ورى ۹۴): د هلمند د والي مرستيال وايي، چې د ګرمسېر ولسوالۍ ملکي او نظامي مسوولين يې د فساد کولو له امله له دندو لرې کړي دي.
مرستيال والي محمد جان رسوليار، نن له خبريالانو سره په خبرو کې وويل، چې د ګرمسېر ولسوال ايوب عمر عمري، امنيه قوماندان څارمن توريالى روهي او د ملي امنيت مدير امرالله خان د کوکنارو د کمپاين پرمهال له کروندګرو څخه په دې نوم پيسې ټولې کړي، چې په بدل کې به يې د کوکنار کښت ور پرېږدي او له منځه به يې نه وړي.