Key Taliban figure among 3 dead in Helmand drone strike

لښکرګاه (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٣): سرچينې وايي چې په هلمند ولايت کې له وسله والو طالبانو بېل شوى قوماندان ملا عبدالرووف خادم په يوه بې پيلوټه بريد کې وژل شوى دى.
د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه د کجکي ولسوالۍ په اذان سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د بهرنيو ځواکونو يوې بې پيلوټه الوتکې پر يوه سراچه موټر بريد کړى چې په کې درې کسان وژل شوي او څو نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، د دوى د لومړنيو معلوماتو له مخې، چې په دغه بريد کې له طالبانو جلا شوى سيمه ييز قوماندان ملا عبدالرووف خادم سخت ټپي شوى دى.
د والي مرستيال وايي چې په وژل شوو کې دوه وزيرستاني طالبان او يو د ملا خادم زوم شامل دي.
خو طالبانو ته يوې نږدې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل چې په دغه بريد کې ملا خادم له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړه چې طالبانو نوموړي ته يو پلاوى لېږلى و، څو د خبرو اترو په پايله کې يې بېرته خپلو ليکو ته جذب کړي.
د کجکي ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي شاه ولي هم وايي چې په سيمه کې هوايي بريد شوى او يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله په اوښتې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ملا عبدالرووف خادم چې د طالبانو په واکمنۍ کې د هرات او کابل د قول اردو قوماندان پاتې شوى، څه موده مخکې له وسله والو طالبانو جلا شو او له خپلې ډلې د هلمند شمالي ولسوالۍ ته تللى و او ويل کېدل چې له داعش سره اړيکې لري، خو هغه له داعش سره اړيکې رد کړې وې.
د ملا خادم او نورو طالبانو تر منځ څه موده مخکې جګړه شوې وه چې بيا طالبانو ادعا وکړه چې ملا عبدالرووف خادم يې له ٤٥ وسله والو سره نيولى دى، خو وروسته د ملا خادم نيول کېدل ثابت نه شول.
د هلمند د يوې حکومتي ادارې يو جګپوړى چارواکى د ملا عبدالرووف خادم په اړه وايي، دى د طالبانو د مشر ملا محمدعمر له نږدې ملګرو و، د طالبانو د واکمنۍ په وروستي کال د شمال په جګړو کې ونيول شو او امريکا ته وسپارل شو.
سرچينه وايي، ملا خادم اووه کال په ګوانتانامو زندان کې بندي و او په ۲۰۰۹ زېږديز کال تر راخوشي کېدو وروسته کابل ته راوړل شو او دلته د افغان حکومت تر څارنې لاندې و، خو څه موده وروسته کوټې ته وتښتېد او د کوټې شورا غړی او د پوځي کمېسيون مشر وټاکل شو.
بلخوا بيا له طالبانو سره د ده د اختلافاتو خبرونه د روان لمريز کال د لړم مياشتې په ١٣مه خپاره شول.
يو شمېر پاکستانۍ رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګني د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو له امله ملا خادم له دندې ګوښه شوى او هغه له اسلامي دولت (داعش) سره يو ځاى شوى دى.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.