Operation Zulfikar’ in Helmand hailed as success

لښکرګاه (پژواک، ٤ کب ۹۳): د هلمند ولايتي شورا د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د ذوالفقار په نوم پيل شوي عمليات بريالي بولي او زياتوي چې د يوه ښه پلان له مخې پر مخ ځي.
دغه عمليات چې له تېرې اوونۍ راهيسې په هلمند کې روان دي، له شمالي ولسوالۍ سنګين څخه پيل شوي او اوس يې لړۍ خانشين ولسوالۍ ته غځېدلې ده.
د ځايي چارواکو په وينا، د عملياتو په لړ کې امنيتي ځواکونو مرکز لښکرګاه، نادعلي، مارجه او ناوه ولسوالۍ له وسله والو پاکې کړې دي.
د هلمند د ولايتي شورا يو شمېر وکيلان دغه عمليات بريالي بولي او زياتوي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولايت په عملياتو کې ملکي تلفات نشته.
د ولايتي شورا مرستيال عبادالله عليزي د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دى په خپله سنګين او د ترخه ناور سيمو ته تللى و او خلک له دغو عملياتو خوښ دي.
هغه زياته کړې چې دوى له خلکو سره په اړيکه کې دي او تر اوسه په عملياتو کې ملکي خلکو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
د نوموړي په وينا، د دغو عملياتو پر مهال د امنيتي ادارو تر منځ بشپړه همغږي شته او عمليات د يوه پلان له مخې مخکې روان دى.
د هلمند د ولايتي شورا  د امنيتي کمېسيون مشر  بشيراحمد شاکر هم وايي چې ياد عمليات څه نيمګړتيا نه لري او له پلان سره سم ترسره کېږي.
د نوموړي په وينا، که څه هم د ولايت امنيه قوماندانۍ د دغو عملياتو مشري په غاړه نه لري، خو ځينې خلک کابل ته د امنيه قوماندانۍ د تخريب لپاره تللي او هلته يې بېځايه شکايتونه کړي دي.
خو شاکر په دې اړه د چا نوم وانه خيست.
دى وايي چې په عملياتو کې ملکي خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى خو ياد کسان چې کابل ته تللي، غواړي دا عمليات ناکام وښيي.
د نوموړي په وينا، کله چې وسله وال طالبان په جګړو کې له ماتې سره مخ شي، بيا نو د ملکي تلفاتو اوازې خپرې کړي.
خو په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازى او د دې جرګې د کورني امنيت کمېسيون مرستيال عبدالحى اخوندزاده وايي، دغه عمليات دومره بريالي هم نه دي، څومره چې په کار وو.
هغه پژواک ته وويل چې د عملياتو په اړه پخوا ډېر تبليغات وشول چې له امله يې طالبانو ځانونه خوندي سيمو ته ورسول .
نوموړي له امنيتي مسوولينو وغوښتل چې د عملياتو ساحه پراخه کړي او په تصفيه  شوو سيمو کې امنيتي پوستې جوړې کړي.
د هلمند امنيتي مسوولين وايي چې تر اوسه په عملياتو کې ١٥٩ مخالفين وژل شوي او ٩٣ نور ټپيان شوي دي.
د امنيت د امر د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې تر ٢٠ پورې امنيتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او دوه ملکي وګړي ټپيان دي.

 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.