د هلمند نوى والي : د امنيت ټينګښت مې له کاري لومړيتوبونو څخه دى

لښکرګاه(پژواک ۱۴،غبرګولی۹۴) : د هلمند نوی والي وايي چې په دې ولايت کې د امنيت ټينګښټ، له اداري فساد سره مبارزه  او د سولې را وستل يې له کاري لومړيتوبونو څخه دي.
د هلمند نوى والي ميرزا خان رحيمي د غبرګولي په ١٤مه د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د ښارواليو د انسجام د رييس عبدالباقي پوپل له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې د دې ولايت خلکو ته  ور وپېژندل شو.
پوپل وويل چې د هلمند نوي والي په بېلابېلو دولتي څوکيو کار کړى نو د خپلې تجربې له مخې به دې ولايت کې د امنيت ټينګښت او د نورو برخو د ودې لپاره اړين ګامونه پورته کړي.
دغه راز په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نسيمه نيازۍ وويل چې په تېرو څو کلونو کې يو شمېر کسان د شخصي اړيکو پر بنسټ د دې ولايت د والي په توګه ګومارل شوي چې له امله يې په دې ولايت کې امنيتي ستونزې ډيرې شوې دي.
هغې زياته کړه : ((حکومت ته  په کار ده چې نور له بې ځايه سياليو تېر شي، د وړتيا له مخې مسوولين ولايتونو ته ولېږي او په مرکز کې دې  هم د همدي معيار له مخې مسوولين وټاکي.))
په ياده غونډه کې د هلمند د ولايتي شورا مشر محمد کريم اتل وويل چې نوى والي بايد په فساد کې ښکيل کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي او ځوانانو ته  کار پيدا کړي.
هغه له نوي والي څخه وغوښتل چې په دې ولايت کې د سولې ټينګښت، روغتيا، ښووني او روزنې او د بيارغونې چارو ته لومړيتوب ورکړي.
دغه راز  د هلمند نوي والي ميرزا خان رحيمي يادې غونډې ته د وينا پرمهال وويل چې په دې ولايت کې د امنيت ټينګښټ، له اداري فساد سره مبارزه  او د سولې را وستل يې له کاري لومړيتوبونو څخه دي.
هغه زياته کړه: (( جنګ په زور نشي ختميدلی، له همدې امله اړينه ده چې د سولې پروسې ته پراختيا ورکړو، د جګړې لاملونه پيدا او د حل لارې ورته  لټو او تر ټولو وړاندې دامنيت ټينګښت ته به  لاره پيدا کوو.))
د هغه په وينا ، د امنيتي ځواکونو ترمنځ د همغږي رامنځته کول او له قومي مشرانو او سپين ږيرو سره به د چارو پرمخ وړلو کې مشورې کوي.
ده زياته کړه : (( کومې  ډلې چې سوله نه کوي، غواړي  جنګ وکړي دولت به يې پر وړاندې جنګ وکړي او د هر عمل پر وړانډې به يې عکس العمل وښيي او خلک به يې له شره خلاصي کړي.))
د هلمند د والي په توګه د رحيمي د معرفي کېدو په غونډه کې د ولسي او مشرانو جرګو غړيو، د ولايتي شورا استازو، قومي مشرانو  او نورو حکومتي چارواکو  او اداري کارکوونکو ګډون کړى و.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.