وسله والو په کجکي کې ځينې سيمې او پوستې نيولې دي

لښکرګاه (پژواک،۲۶ غبرګولی ۹۴): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د هلمند د کجکي ولسوالۍ يو شمېر سيمې نيولې او دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د هلمند د ولايتي شورا غړى او د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالمجيد اخندزاده د غبرګولي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دريو ورځو راهيسې په ولسوالۍ کې جګړه روانه وه.
د هغه په وينا، وسله والو طالبانو تېره شپه وکولى شول چې د دې ولسوالۍ يو شمېر سيمې نيولې او اوس جګړه د تنګي سيمه کې ده، چېرته چې د اوبو ډنډ او د برېښنا فابريکه ده.
اخندزاده وايي چې وسله والو د نورو، ورځو په پرتله تېره شپه په ډېر شمېر سره د ملي اردو او پوليسو پر پوستو بريدونه کړي چې د دوی د معلوماتو له مخې تر ۲۰ تنو ډېر دولتي سرتېري په کې وژل شوي او تر ۱۵ ډېر لا درکه دي.
د نوموړي په وينا، په دې جګړه کې دوه د ملي اردو ټانکونه، درنې او سپکې وسلې هم د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د ولايتي شورا غړى وايي، که چېرې دولت پاملرنه ونه کړي، نو د کجکي برېښنا بند او فابريکه به تر ګواښ لاندې راشي.
نوموړي زياته کړه، اوس مهال د کجکي او سنګين تر منځ د ټولې لارې واک د دولت له وسله والو مخالفينو سره دی او خلک يې هم به بد حالات کې ژوند کوي.
د کجکي ولسوالۍ يو اوسېدونکى او ازاد خبريال عزيز احمد شفيع وايي چې د جګړې کرښه نږدې تنګي ته رسېدلې او يواځې د دوی د کورنۍ پنځه ځوانان چې په سيمه ييزو پوليسو کې يې دندې لرلې، په پرونۍ جګړه کې وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم مني چې تېره شپه په کجکې د ځينو فشارونو له امله ملي اردو او پوليسو پوستې پرېيښې دي.
خو د هغه په وينا، ځواکونه هڅه کوي چې يادې سيمې بېرته ونيسي چې په همدې موخه اوس په سيمه کې عمليات روان دي.
ځواک پژواک اژانس ته د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.
د نوموړي په وينا، تېره شپه او ورځ په سنګين ولسوالۍ کې هم سختې جګړې شوې دي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
د کجکې ولسوال ملا عبدالرازق مظلوميار هم ومنله چې ملي ځواکونو تېره شپه په تکتيکي توګه ځينې سيمې خوشې کړې دي، خو اوس يې د بېرته نيولو لپاره ګړندۍ هڅې روانې دي.
بلخوا په دغه ولايت کې د ٢١٥ ميوند قول اردو لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په نوزاد ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال يې ٢٧ وسلوال وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي.
خو سرچينې د کجکي او سنګين د نښتو په اړه څه نه دي ويلي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايې چې د کجکي په جګړه کې ي ګڼ شمېر کلي او اوه لويې امنيتي پوستې نيولي، ۲۱ دولتي سرتيري يې وژلي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.