Add new comment

د امنيتي ځواکونو تر منځ نه همغږيو هلمند نا امنه کړى

لښکرګاه (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۴): د هلمند د ولايتي شورا مشر او ځيني اوسېدونکي په دغه ولايت کې د نا امنيو له ډېرېدو سر ټکوي او اصلي لامل يې د امنيتي ځواکونو تر منځ نه همغږي بولي.
په تېرو څو ورځو کې په پرله پسې ډول د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د وسله والو طالبانو له لوري بريدونه کېږي چې په کې د ښکېلو خواوو تر څنګ ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
د هلمند د ولايتي شورا مشر محمدکريم اتل په دغه ولايت کې د وروستيو نا امنيو په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هلمند سيمه ييز چارواکي او امنيتي ځواکونه پر خپلو شخصي کارونو بوخت دي او د امنيت ټينګښت ته پاملرنه نه کوي.
دى وايي، د امنيتي چارواکو اداري او سياسي بوختياوو  او د امنيتي ځواکونو تر منځ نه همغږي، په دغه ولايت کې د نا امنيو ډېرېدو لامل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((کله چې ملي اردو تر فشار لاندې وي، پوليس يې مرستې ته نه راځي او کله چې پوليس تر فشار لاندې وي، نو ملي اردو يې مرستې ته نه ورځي.))
د ده په وينا، د کورنيو چارو وزارت د نه پاملرنې له امله د هلمند په ډېرو ولسواليو کې هره ورځ په هره پوسته کې له نيمايي ډېر پوليس ناسوب وي.
نوموړي له اړوندو ارګانونو غوښتنه وکړه چې هلمند ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د ځواکونو تر منځ دې همغږي پياوړې کړي.
هغه زياته کړه: ((که چېرې حکومت د هلمند په اړه همداسې بې پروا پاتې شي، د دغه ولايت ولسونه به يې له ملاتړه لاس پر سر شي او د هلمند اداري چارې به په خپل لاس کې واخلي.))
دغه راز قومي مشر علي احمدخان دروېش بيا د هلمند په نا امنيو کې سيمه ييز چارواکي پړه بولي او وايي: ((ستونزه ټوله په ولايتي مسوولينو کې ده، په لوی لاس غواړي حالات خراب شي، په داسې حال کې چې په کابل کې اړوند ارګانونو ته د خيريت راپور ورکوي.))
د ده په خبره، د هلمند چارواکي بايد د خپلو کمزورتياوو او اړتياوو په اړه اړوند ارګانونو او امنيت شورا ته رښتينى راپور ورکړي، تر څو په دغه ولايت کې شته امنيتي ستونزې کمې شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په هلمند کې د امنيتي ځواکونو شمېر ٣٠زرو تنو ته رسېږي، خو د ځواکونو تر منځ د نه همغږۍ له امله ډېرې سيمې د سقوط په حال کې دي.
په هلمند کې د مدني ټولنې غړي محمد هيرمند پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې امنيتي چارواکي د خپلو څوکيو ساتلو په موخه په کابل کې له اړوند چارواکو سره خپلې نيمګړتياوې نه شريکوي، چې له امله يې د هلمند اوسېدونکي له نا امنيو سره مخ دي.
دى وايي: ((امنيتي ځواکونه د عملياتو لپاره سم پلانونه نه لري، کله چې يوه سيمه ونيسي، سمدلاسه بيا بېرته طالبانو نيولې وي.))
خو د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل، پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو تر منځ اړينه همغږي شته.
خو هغه وايي، يواځې په هلمند کې نه، بلکې په ټول هېواد کې وسله والو طالبانو موسمي جګړې پيل کړي، چې امنيتي ځواکونه يې پر وړاندې مبارزه کوي.
نوموړي په ياد ولايت کې د پوليسو ناسوبتيا هم رده کړه.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.