Add new comment

Helmand PC links bad governance to acting officials

لښکرګاه (پژواک، ١١ غبرګولى ۹۴): د هلمند ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې په تېرو څو مياشتو کې د سرپرستانو د شتون له امله دغه شورا په دې نه ده توانېدلې چې خپلې چارې په سمه توګه پر مخ يوسي.
ولسمشر محمداشرف غني د تېر کال د کب مياشتې په وروستيو کې د يو تقنيني فرمان له مخې ولايتي شوراګانو ته پر سيمه ييزو ادارو د نظارت حق ورکړ خو سره له دې هم د ځينو ولايتونو د ولايتي شوراګانو غړي وايي چې تر اوسه نه دي توانېدلي په سمه توګه خپلې چارې پر مخ يوسي.
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د ولايتي شورا مشر کريم اتل د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هلمند ولايتي شورا د خلکو، قومي مشرانو او مدني ټولنو په همکارۍ د دې ولايت لومړيتوبونه په ګوته کړل.
خو هغه وايي چې د دغه ولايت په ادارو کې د سرپرستانو د شتون له امله دوى ونه شول کولى د خلکو لومړيتونه ته د حل لارې پيدا کړي.
هغه زياته کړه: "خلکو پر موږ د نورو دولتي ادارو په پرتله ډېر باور درلوده ، له دې امله يې خپلې ستونزې موږ ته راوړې خو دا چې دلته چارواکي سرپرستان دي او د مسووليت احساس نه کوي موږ ونه شو کولى د خلکو ستونزې په سمه توګه هوارې کړو."
د هغه په وينا، د هلمند د ولايت مقام په ګډون يو شمېر نورې ادارې هم د سرپرستانو له خوا اداره کېږي چې له امله يې په دغه ولايت کې امنيتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي.
هغه له حکومتي مشرانو غوښتنه وکړه چې هلمند ته نوى والي معرفي کړي تر څو په دغه ولايت کې اړوندې ستونزې هوارې کړي.
هغه زياته کړه: "که له نوي والي سره هم ستونزې هوارې نه شوې نو خلک به په لاريونونو لاس پورې کړي."
هغه وويل چې نوى والي بايد تر هر څه وړاندې د هلمند امنيت ټينګ کړي او د ځمکو غاصبين بايد عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
دغه راز د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشيراحمد شاکر پژواک ته وويل، په کومه کچه چې خلکو له ولايتي شوراګانو هيلې درلودې، دې شوراګانو ونه شو کولى د خلکو ستونزې هوارې کړي.
هغه وايي چې د يو شمېر دولتي مشرانو له خوا ځيني کسان د دغه ولايت په بېلابېلو ادارو کې پر دندو ګومارل شوي چې په اړوند برخه کې تجربه نه لري.
هغه د هلمند پر سيمه ييزو چارواکو نيوکه وکړه چې د خپلو دندو د ساتلو په موخه ډېرى وختونه ستونزې په کابل کې له اړوندو مسوولينو سره نه شريکوي.
دغه راز د هلمند د ولايتي شورا بل غړي بريالي نظر پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ولايتي شورا هڅې کوي تر څو له بېلابېلو لارو د خلکو ستونزې هوارې کړي.
د هغه په وينا، يواځې د هلمند نه، بلکې په ټول هېواد کې ولايتي شوراګانو غړي له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
خو هغه يادو ستونزو ته اشاره ونه کړه.
د هلمند ولايتي شورا پنځلس غړي لري چې درى يې ښځينه او پاتې نور يې نارينه دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.